
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه) راپورونه کاږي، چې د جرمني په بنزهایم ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې سقوط له امله ۲ تنه وژل شوي دي.
د دغه ایالات پولیسو ویلي، چې یوه کوچنۍ الوتکه نسکوره شوې او په اړه یې تحقیقات لا جریان لري.
راپورونو له مخې، دا معلومه نه ده چې دغه الوتکه څرنګه نسکوره شوې ده.
په پېښه کې وژل شوي کسان جرمنیان دي او که نور بهرني اتباع؛ خو د پولیسو ویاند ویلي چې دا به له وخت نه وړاندې خبره وي چې د الوتکې د سقوط په هکله دې څه وویل شي