
پخوا به خلکو دا خبره کوله چې پښتون ټبر مشر نه لري. مګر ځينو ملګرو به ويل چې محمودخان د قوم مشر دی، اسفنديار د قوم مشر دی، ملا صېب فضل الرحمن د قوم مشر دی، افتاب خان شېرپاؤ د قوم مشر دی، کرزی، حکمتيار، غنی دا ټول د پښتون قوم مشران دي خو قوم په دې مشرانو پسې نه درومی.
بس مونږ به هم چوپتيا ته ترجيح په دې خاطر ورکړه چې اخر دې قوم ته په دې دومره ډېرو مشرانو کې يو هم د مشرۍ قابل نه ښکاری چې قوم پرې راټول شی ؟. دا د ګومګو حالت د ډېرو خلکو سره ملګری و خو که د دې سياسيرمشرانو ميراثي سياست ته به دې فکر وکړو (دې مشرانو خپل ګوندونه د خپل ځان او د خپلې کورنۍ پورې محدود ساتلی ؤ بل چاته په کې د مخکې تلو چانس نه ليدل کېدو. بس نو د دې ګوندونو او پارټيو ورکرانو به يواځې د زنده باد او مردباد نعرې وهلې. په مذهبي ګوندونو کې به ورکرانو او چڼو د جزباتو او احساساتو ډکې نعرې د الله اکبر مړه دې وي امريکا مرګ په اسرايلو نعرې وهلې. په دې ميراثي سياستونو کې به همغه خبره منل کېده کومه به چې د مشر خوښه وه بل چاته په کې د خبرې د بدلېدو اختيار نه و البته يوه فرضي مشوره به هم د ورکر سره کېده.) نو په داسې زنداني سياست او محدوده کټګرۍ کې به دې زړه تل خوړين ؤ.
کلونه کلونه تېر شول پخواني سياسي مشران لاړل ځای ېې ميراث خورو ته پاتې شو خو نه بدلون راغی نه چا ښه ورځ وليده بلکه د زاړه امام او د زړو تراويحو کيسه وه. ورځ تر بلې د دې قوم د ورکېدو او د فناه کېدو تدبيرونه ښه په درځ کې د دې قام د سياسي مشرانو په خوښه او مشورو تر سره کېدل. دلته به شائد په ما څوک سوال وکړي چې د دې قام د د فناه کېدو کې د دې قام مشران څنګه د اغيار سره ملګری کېدی شی؟. جواب ېې ډېر ساده دی خو د اوس وخت لپاره به په همدې يوه ځواب بسنه وکړو.کله چې سياسي او قامي ګټې په مخ کې پرتې وي نو د هر جابر مخې ته اودرېدل اسان وي.
( د يوه سياسي ګوند د مشر نعره جنرل صېب !!! کله وار د ابۍ وی او کله د بابا. نن ستا وار دی پښتانه چې څومره په وزيرستان او قبايلي علاقو کې وهلی شې ووهه خو زه به د باچاخان لمسی نه يم که د هر يوه پښتون بدل مې در څخه وانه خيستو). کله چې د ذاتی ګټو لپاره سياسي مفادات قربان کړی شي نو بيا ذاتي ګټې داسې تر لاسه کوي(جنرل صېب !! په سوات، باجوړ، مومند، خيبر، اورکزئ ، کرم، او په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د هر قسم پوځي اپرېشن کولو لپاره عوامی نيشنل پارټي او د باچاخان دا سرې جنډې ستا سره په څنګ کې ولاړې دي). همدا شان د محمود خان ګوند د نوازشريف په څنګ کې او د ملا صېب خو هډو څه ضمير نه شته هغه خو کله د کشمير کميټۍ مشر کله د زرداري مداري شی او کله د نوازشريف دست راست. نو په داسې حالاتو کې د قام مرورېدل د سياسي ګوندونو څخه يوه نا اوميدي وي. همدا شان تګ لاره په بره خواه کې هم ده د ټولټاکنو په مهال کرزئ او نور مشران رايه د پښتنو څخه غواړي خو کار بيا د ځان،خپلوانو او د هزاره توکمو او تاجکو لپاره کوي. يو لنډ مثال ( پنجښيرۍ مسود ملي اتل، فهيم د مدرسې چڼی مارشال+ پنجشير ولايت+ دائی کونډي ولايت) او داسې نور ډېر مثالونه شته خو دلته ورباندې دا کرښې اوږديږي. داده د پښتون قام نا اوميدي او د سياسي مشرانو څخه فاصله نيول.
ډېر ځله مې اورېدلي دي چې وائی اوس د يوه احمدخان اړتيا ده، د يوه ميرويس خان ضرورت دی، د يوه خوشحال خان د قبر څخه راوتلو ته لار برابريږي، ای حاجي ميرزاعلي خانه ! ای ايپی فقيره ته ولې نه را پاڅې ستا قام نن ټوټه شو ورک شو ، کډوال شو ،ځوانان ېې وژل کيږي، کورونه ېې ړنګ ګيږي، ملالې ېې بوريږي ، دا څنګه اذادي ده؟. نو خدای هم د ټولو دی اخر هم د دې ځورېدلي قام غږ او چيغې ته اللهﷻ لبيک وويل چې ای زما بندګانو مايوسه کيږۍ مه زه به تاسې ته د احمدخان، ميرويس خان، خوشحال خان او د ايپي فقير نعمل بدل درکړم. هم هغه ؤ چې الله رب العزت دې قام ته دا نعمل البدل د منظور احمد پشتين په شکل او صورت کې ورکړ. قام دې اوس په منظور پشتون شکر اوباسي ، قام دې اوس د دې ځوان حفاظت وکړي د ده سره دې بلا قيد شرط ملتيا وکړي . قام دې هوښيار اووسي چې دښمن. لګيا دی په قام کې د درز او د بېلوالي کوششونه کوي. دښمن لګيا دی په منظور پښتون باندې د غيرو د ايجنټ ټاپې لګول غواړي. خو قام دې د دې هرې دسيسې سره په پوره مېړانه مقابله وکړي. خدایﷻ مکړه که چېرته دښمن په خپلو شومو اهدافو کې بريالی شی نو بيا دلته او هلته د هيڅ پښتون د سر خير نه شته. وخت ډېر حساس دی د ټول قام د رابيدارېدو وخت دي. د يوالي او ننګ وخت دي. پښتونه دا چانس ضايع نه کړې ګني بيا به لاسونه د مچ غوندې تروړې خو وخت به در څخه تېر وي. ومن الله توفيق.