
روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د سپوتنیک وېب پاڼې د خبر له مخې ويلي شوي دي، چې د داعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي خور په عراق کې د محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه.
نوموړې د محکمې له خوا په ترهګرو فعاليتونو تورنه بلل کيږي او په ترهګرو ډلو کې د غړيتوب پر بنسټ تورنه پېژندل شوې، چې د محکمې د پرېکړې په اساس به اعدام شي.
د عراق د عدليي او قضایي شورا وياند عبدالستار بیرقدار وايي، چې د عراق مرکزي محکمې د ابوبکرالبغدادي د خورر دوسيه څېړلي او نوموړې يې په اعدام محکومه کړې ده.
عبدالستار بیرقدار وايي، چې د بغدادي خور په خپلو کړنو اعتراف کړی او ويلي دي، چې له داعش ډلې سره يې لوژستيکي همکاري کوله او همدا ډول يې له يادې ډلې سره د عراق په موصل کې مالي مرستې کولې.
د عراق محکمې په رسمي ډول سره د نوموړې نوم نه دی ذکر کړی او يوازې يې د ابوبکر البغدادي د خور په نوم په رسنيو کې د اعدام خبرونه خپره شوي دي.