
روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د سويلي کوريا د ولسمشر امنيتي سلاکار چون یی یون وايي، چې له ولسمشر ټرمپ سره په لېدنه کې نوموړې ژمنه کړي، چې تياری دی ترڅو د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وګوري.
د چون یي یون په وينا، د امريکا متحدو ايالت ولسمشر دونالډ ټرمپ د روان کال د مې تر مياشتې کيم جونګ ته وخت ورکړی، ترڅو د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د ستونزو د حل په موخه له يو بل سره نېږدې خبرې وکړي.
له کيم جونګ اون سره د ولسمشر ترمپ د لېدنې د تياري په اړه سپنې ماڼۍ هم خبرپاڼه خپره کړي، او د ولسمشر ټرمپ د تياري پخلی يې کړی.
د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د ستونزې د حل په موخه سويلي کوريا او جاپان هڅه کوي، چې د منځګړېتوب رول ولري. که څه هم د سويلي او شمالي کوريا اړيکې پخوا ترېنګلې وي، خو د ژمني المپلک په سياليو کې د شمالي کوريا د لوبغاړو ګډونو د دواړو کورياګانو اړيکې سره ښې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې هم لېوالتيا ښودلې وه، ترڅو د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وګوري او د ياد هېواد د اټمي وسلو ستونزه د خبرو - اترو له لالرې حل کړي. د ټرمپ د تياری په اړه شمالي کوريا تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی.