![تېرې تجربې مه تکراروی](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
محمد مزمل
ترډیره بریده افغانستان کې ددولت او بهرنیو په وړاندې مقاومت په خپله همدوی ځواکمنوی او زمینه ورته برابروی، داځکه چې افغانستان یو مسلمان هیواد دی دلته که هرڅومره داسلام ضد حرکتونه ډېریږی په وړاندې یې دمسلمانانو احساسات پارول کیږی او په دوی کې دمقاومت او سرښندنې او جهاد روحیه لاهم پیاوړی کیږی. دبهرنیانو او دولت دداسې کړنو بېلګې زښته ډېری دی چې په دې اړوند یادې شی. دبهرنیانو پرخلکو او کورونو یې بمباری ، نېونې ، په زندانوکې بې رحمانه اوظالمانه شکنجې، دفساد اوفحش دمرکزونو فعالیت اوګڼې نورې کړنې او ددولت له خوا دشرابو،زنا، قمار، اونورو ناروا کارونو نه مخنیوی هغه بېلګې دی چې یادیدلای شی چې مخنیو ی یې نه کیږی او که مخنیوی یی کیدلای نو لږ ترلږه خوبه یې یوه سزا چې په دې اړوند په اسلامی قوانینو که شته اورول شوې وای، ددې ترڅنګ اوس لا دعیسویت دخپریدودمرکزونو موجودیت هم درسینو له خوا برالا کیږی چې تراوسه یې نه دولت مخنیوی کړی اونه هم بل چا، که دابهانه وی چې دغه مرکزونو موندل شوی نه دی اوپټ دی دا خو دعاقل انسان لپاره بیخی دنه منلو خبر ده ځکه رسنی خبریږی او رپوټونه ترې برابروی ان چې بهرنی رسنی خبریږی او په دې اړوند خبرونه خپروی چې بېلګې یې دنورین تلویزیون خپرونې او د جمهوری اسلامی دورځپانې دروان کال دثور دمېاشتې دشلمې نېټې خپرونې او رپوټونه دې چې زموږادعا ثابتوی خود دولت امنیتی او قضایې ارګانونه پرې خبر نه دې دا دنه منلو خبر ده حتمی اوضروری ترې خبر دی خو مخنیوی یې په کلکه نه کوی او یا یې نه غواړی چې وکړی که نه نو حد اقل درسنیو له لارې چې کله داخبر خپور شو او بېا ولسی جرګې هم بحث پرې وکړ نو داکسان باید نیول شوی وای او سزا ورکړل شوی وای چې ونه شول او پخواهم نه دی شوی ځکه مرتدعبدالرحمن خو اوس هم خپلوا ک ګرځی اوکله یې هم جرم تعقیب نه شو دغه راز نور شمېر ورته مجرمین آزاد شول او یاهم هغه سزاګانې چې اسلام یې حکم کوی ورته وانه ورول شوې.
دتلویزیونونو اسلام او زموږ ددود او کلتور ضد خپرونې ، په ښارونو دښځو غیر شرعی لباس ، په موسساتو او دولتی ادارو کې اسلامی ضد کړنې ... نورهغه څه دی چې خلک په لوی لاس دخپلو ارزښتونو ددفاع لپاره مقاومت او مخالفت ته هڅوی.
افغانستان کې داسلام خلاف کړنې څه نوې نه دې تل داسلام ددښمانو له لوری ډول ډول فعالیتونه سرته رسېدلې چې په هرځل دالله په مرسته له ناکامی او بدنامی سره مخامخ شوی دی په افغانستان کې پخوا انګریزانو ګڼ اسلام ضد فعالیتونه دخپل ښکېلاک او راوروسته وختو کې سرته رسولی خلقی اوپرچمی ګوډاګیانو اوددوی مفکوروی مشابهینو لکه شعله او نورو هم په دې ملک کې خپل اسلامی ضد اعمال جوت کړی ، کمونستانو خو کله چې په خپله اصطلاح افغانستان کې انقلاب وکړ نو اسلامی ضد کړنې او قوانین پلی کیدل ېې پیل کړل چې ورسره جوخت دخلکو مقاومت او جهاد ددوی په وړاندې ځواکمن شو او دې ته ورسید چې کمونستی رژیم دړنګیدو په درشل کې شو چې همغه وو روسانو یې مرستې ته ورودانګل او غوښتل ېې چې دکمونستې نظام عمر اوږد کړی خو ویې لیدل چې نه یواځې کمونستې رژیم تاب را نه وړ بلکې خپله روسان او ددوی مفکوره په نړیواله کچه ورسره مات شول. چې پایلې یې ټولو څرګندې دی او هغوی هم اوس په خپلو تیروتنو اعتراف کوی.
اوس هم که چېرې داسې کړنې سرته رسېږی چې هغه دخلکو له دین ، دود او دستور سره په ټکر کې وی نو دخلکو له مقاومت سره به مخامخ کیږی. ځکه اسلام په خپلو پیروانو دهغه دفاع فرض ګرځولی او مسلمان مکلفیت لری چې خپل فرض به ادا کوی.عجیبه ده چې په نورو هیوادونو کې چې هلته نظامونه مسلمان نه دی کله چې یو نامسلمان اسلام یا پیغمبر ته توهین کوی نو دټولو مسلمانانو احساسات راپاریږی او دلته په اسلامی ملک کې خلک مرتدیږی اوپه ددین ، کتاب او پیغمبر توهین کوی. ددې ټولو کړنو عواقب خپله عاملینو ته یې ډېر خطرناک دی او باید چې مخنیوی ویې وکړی او که نه نو بیابه هم دخلقیانو پرچمیانو او روسانو تکرارې شی