
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۶مه) د شمالي قفقاز په چیچنیا جمهوریت کې د روسیې پوځي چورلکې سقوط کړی دی.
راپورونه کاږي ، چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي دي.
د انټرفاکس خبري آژانس د راپور په حواله دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ د چیچنیا په سویل کې رامنځ ته شوې ده.
د سرچینې په خبره په دغه پېښه کې ۵ تنه ځای پرځای مړه او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.؛ خو د نسکورېدو د علت په اړه یې څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د سه شنبې په ورځ هم د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسیې د وسله وال پوځ یوه انتونوف ۲۶ ډوله الوتکې نسکورېدو پېښه کې د الوتکې د ۶ تنه عملې په ګډون ۳۹ روسي پوځیان ووژل شول.ش