مونږ چې کله عموماً د پرمختګ کلمه اورو، په ذهن کې مو ډول ډول تصویرونه مجسم کیږي. پرمختګ څو کټګورۍ لري. له فردي څخه نیولې، بیا تر ټولنیز او بلاخره د هېوادنو په کچه پرمختګونه، چې هر یو په خپل ځان کې مختلف موارد لري.
که هدف مو فردي پرمختګ وي، ځان د یو لوی سړي په شکل متصوروو، چې واک لرو، له درانه او لوی شخصیت څخه برخمن یو او په ټولنه کې ځانګړی ځای لرو. خو کله چې د هېواد په کچه د پرمختګ یادونه کیږي، ذهن ته مو د ښایسته ښارنونو، جوړ سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو او لوړو لوړو ودانیو او بلاخره له سکون څخه د ډک ژوند انځورونه راځي، چې مونږ ورسره د یو ډول ارامۍ احساس کوو.
د طالبانو تر حکومت وروسته افغانستان یوې ویرانې ته ورته و، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د موقتي ادارې او دیارلس کلن واک په سلسله کې هېواد څه ناڅه په پښو ودرېد. تعلیم ته لار هواره شوه، خلک مو باسواده شول؛ خو بیا هم یادې دورې او په افغانستان کې د بهرنیو موسسو او فعالیتونو ته په کتو افغانستان ته هغه څه ونه شول، چې باید شوي وئ. په دغه دوره کې هېواد ته په هغه کچه پیسې راغلې، چې که پر ځای لګېدلې وئ، افغانستان به لږ تر لږه له ګاونډیانو سره سیال و.
په دغه دوره کې کوم داسې بنسټیز کار ونه شو، چې د بهرنیو پانګوالو د فعالیت په درېدو سره افغانستان په خپله تولیدي سرچینې ولري او په خپله خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
په هر حال دا بېله موضوع ده او زیات وضاحت ته اړتیا لري. کله چې په افغانستان کې ولسمشر اشرف غني واک تر لاسه کړ، نو دوه برخو ته یې ځانګړې توجه وکړه، چې تر دې مهاله په کې بریالی دی. یوه برخه یې بهرنی سیاست و او بله برخه د افغانستان اقتصاد، چې بنسټیزو پروژو ته یې مخه کړه او د اقتصادي پرمختګ لپاره یې لار هواره کړه، چې مونږ یې زیاتې بېلګې لرو.
له موضوع لرې نه ځم. نیمروز چې د مرکزي حکومت له سترګو لوېدلی ولایت دی، د ستراتژیک موقعیت په اساس د زیات ارزښت درلودونکی دی. له ګاونډیو هېوادونو اېران او پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د سوداګرۍ لپاره تر ټولو غوره موقعیت بلل کیږي. نیمروز چې د حامد کرزي په دوره کې له وروسته پاتې ولایتونو څخه و، خلک یې په ازاد تجارت باندې بوخت وو. له حکومت سره یې اړیکې د نشت په حساب وې. دغه ولایت ته به چې هر والي او چار واکی معرفي کېده، نو یوازې به د پیسو پیدا کولو په هدف راتلل او پرته له کار او پرمختګ څخه به له ډکو جیبونه سره تلل، چې له بده مرغه د مرکزي حکومت له لوري ورته توجه ونه شوه. لامل یې دا و، چې تېر حکومت په خپله تر پزې په فساد کې ښکېل و، نو د داسې یو لرې پراته ولایت غم چاسره و.
خو وخت راغئ. اشرف غني واک ته ورسېد او پر اقتصادي تګلارو او پلانونو یې کار پیل کړ.
نیمروز ته یې د چابهار بندر طرحه جوړه کړه. دا چې دغه ولایت سوداګریز موقعیت دی، نو د هېواد په کچه د یو تجارتي مرکز تمه ترې کیږي. سربېره پر دې ولس یې تجارتي ذهنیت لري او اکثره یې په سوداګري کسبونو باندې بوخت دي. دغه بندر نه یوازې د نیمروز، بلکې د ټول افغانستان لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. د دې ترڅنګ نیمروز له ټاپي پروژې څخه هم برخمن دی، چې ولس یې ورته د زیاتې تمې درلودونکی دی.
که څه هم دغه ولایت د پرمختګ فرصتونه او چانسونه لرل، خو بیا هم داسې څوک په کې نه تر سترګو کېدل، چې له دې فرصتونو سره سره نیمروز، نیمروز کړي.
په دې وروستیو کې چې دغه ولایت او ولس ته بل چانس په لاس ورغلی دی، هغه د دغه ولایت لپاره نوی مرستیال والي سردار محمد همدرد دی، چې نه یوازې د نیمروز لپاره د پرمختګ ذهنیت لري، بلکې د یوې ښې حکومتولۍ، قانون پلي کولو او اصلاحاتو قوي اراده لري.
د ښاغلي همدرد په راتلو سره د نیمروز د خلکو مثال داسې دی، لکه په سهار کې چې پر یوه ویده کس یخې اوبه توی کړې او ناڅاپه را ولاړ شي. تر دې مخکې ولس دا تمه نه درلوده، چې حکومت د عوامو لپاره څه کولی شي او کنه. دوی ملامت نه وو، ځکه د دې ولایت حکومتولۍ همداسې یو بګرونډ درلود، چې باید خلکو ترې تمه نه وی کړې.
ښاغلي همدرد د خپلې دندې له پیلېدو سره پر یوه لوی کار لاس پورې کړ، چې هغه د صنعتي ښارګوټي جوړېدل دي. دغه ښارګوټی چې په ۸ زره جرېبه ځمکه کې جوړیږي، د نیمروز لپاره د یوه قوي اقتصاد زېری لري. په دې ښارګوټي کې د بېلا بېلو فابریکو په جوړولو سره به نیمروز وغوړیږي او د افغانستان له یوه پیاوړي اقتصادي ولایونو څخه به وشمېرل شي.
نیمروز اوس مهال له درېیو لویو پروژو او اقتصادي سرچینو څخه برخمن کېدونکی دی. لومړی چابهار بندر، ټاپي پروژه او صنعتي ښارګوټی دی، چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به نیمروز ته د پرمختګ لار پرانیستل شي او په راتلونکي کې به دغه ولایت په سوداګریز مرکز بدلیږي، چې د هېواد په اقتصاد کې به لویه مرسته وکړي.
زه امید لرم، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به نیمروز نه یوازې تجارتي مرکز وي، بلکې د افغانستان لپاره به اقتصادي سرچینه وګرځي.
په همدې هیله!
وروستي