دريس احمدزي اوتاج ملوک استعفااودافغانستان دکړکت راتلونکى

     ډيره لږه موده کيږي چې افغانستان په نړيوال کرکټ کې قدم ايښې دى او په ډير لږ وخت کې يې په کمو امکاناتو سره ډير څه لاس ته راوړي دي . په دوبئ کې دنړيوال جام دغوراوي په سياليو کې لومړې مقام ترلاسه کول او دهمدغه سياليو په پاى لوبه کې دايرلينډ پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکول او په ويسټ انډيز ( جزاير غرب الهند ) کې خپل ځان دهندوستان او جنوبې افريقا دپياوړو لوبډلوسره سيال کول دستايلو وړ دي . که څه هم دشل اوريز نړ يوال جام په سياليو کې افغانستان دهند او افريقا څخه ماتې وخوړه خو بيا هم دافغانستان دلوبغاړو هڅې دکرکټ جنون او دخپل هيواد سره مينه دستايلو وړ ده . د دوبئ په سياليو کې دافغانستان ملي لوبډلې دا ثابته کړه چې افغانستان دکرکټ په نړۍ کې روښانه راتلونکې لري . په دغه سياليو کې د افغانستان هر لوبغاړي دکرکټ په هره برخه کې خپله وړتيا وښودله . خو په شل اوريز نړيوال جام کې دماتې څخه وروسته دافغانستان دملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم او پخواني کپتان بيټسمين ( توپ وهونکي ) ريئس احمدزي خپله استعفا وړاندې کړه . ددې دواړو نشتوالې په ملي لوبډله باندې يو لړ منفي اغيزې لري .
ريئس احمدزي دافغانستان لپاره دکرکټ په ميدانونو کې ډيرې سيالۍ کړيدي او افغانستان ته يې دخپل کرکټ او استعداد په وسيله دکاميابۍ وياړ وربخښلى دى . ريئس احمدزى لا اوس ځوان دى او دهغه په تن کې ډير کرکټ باقي دى او ددې توان لري چې دکرکټ په ميدانونو کې دخپل هيواد لپاره لا زياتې سيالۍ وکړي. دملي لوبډلې څخه د ريئس احمدزي تګ په ملي لوبډله کې يوه خلا پيدا کړه او ددې خلا د ډکولو لپاره دافغانستان ملي لوبډلې ته ديو ځوان او تکړه لوبغاړي راتګ ډير ضروري دى . خو متاسفانه په افغانستان کې کرکټ لا نوى دى او دملي لوبډلې سره په نوؤ او ځوانو لوبغاړو کې د ريئس احمدزي سيال نه ليدل کيږي . که نړيوال کرکټ ته ځير شو نو دبراين لارا په ځاى د اوبراين راتګ او دانضمام الحق په ځاى دمصباح الحق راتګ ددې واضح مثالونه دي . که څه هم او براين او مصباح الحق په خپلو لومړنيو سياليو کې ښه وځليدل خو وروسته يې بياد کرکټ په سياليو کې تسلسل پاتى نه شو چې له امله يې د براين لارا او انضمام الحق ځاى ونه نيو. همدغسې دريئس احمدزي استعفا په ملي لوبډله کې يوه داسې خلا پيدا کوي لکه په نړيوال کرکټ کې چې کورټني واش ، کورټني امبروز ، وسيم اکرم ،براين لارا ، شين وارن ، ګلين ميګرا او سعيدانور دتلو څخه پيدا شويده .
که دافغانستان ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم استعفا ته کتنه وکړو نو ويلاى شو چې دا هم دافغانستان په کرکټ باندې ځينې منفي اغيزې لري . تاج ملوک عالم هغه څوک دى چې تر ټولو مخکې يې په افغانستان کې کرکټ پيل کړو او دخپل هيواد دملي لوبډلې لپاره يې ډير هڅې وکړې ترڅو دخپل هيواد ملي لوبډله دنړيوالو لوبډلو په صف کې ودروي . عالم دافغانستان دلوبغاړو په روزلو کې دملا دتير رول لوبولى دى . او هر يو لوبغاړي ته يې دامکان تر حده پورې لارښوونې کړيدي. دتاج ملوک عالم شتون دملي لوبډلې لپاره ډير اهميت لرلو دا ځکه چې لوبغاړو دتاج ملوک سره په ژبه کې کومه ستونزه نه لرله چې دا ډيره مهمه وه . او بل دنوموړي موجوديت دخپلو لوبغاړو لپاره يو ډاډ وو. عالم په کرکټ پوهيدلو او دخپل هيواد د لوبغاړو سره ښه اشنا وو او ددې نه ښه خبروو چې دافغانستان لوبغاړي د کرکټ په کومه برخه کې ستونزى لري او دا ستونزى دکومې لارې حل کيداى شي . تاج ملوک عالم په ډيرو کمو امکاناتو سره دافغانستان لوبغاړي وروزل او دافغانستان ملي لوبډله يې دنړيوالو لوبډلو په قطار کې ودروله . که چيرته دنړيوالو په څير دنورو هيوادونو څخه روزونکې دملي لوبډلې لپاره راشي نو لومړۍ ستونزه به دلوبغاړو دژبې وي او دوهمه ستونزه به کم امکانات وي . که څه هم د افغانستان لوبډلې ته دنړيوال روزونکي ضرورت دى خو ددې تر څنګ دتاج ملوک عالم شتون په ملي لوبډله کې دمرستيال روزونکي په حيث ډير ضروري دى . که دنورو نړيوالو لوبډلو روزونکو ته ځير شو نو پاکستان دعمران خان په مشرۍ کې پنځوس اوريز نړيوال جام او ديونس خان په مشرۍ کې شل اوريز نړيوال جام تر لاسه کړو . په داسې حال کې چې په دغه دواړو وختونو کې دنوموړي لوبډلې روزونکې د پاکستان پخوانې لوبغاړى انتخاب عالم وو. ويلاى شو چې دخپلې ملي لوبډلې لپاره خپل مرستيال روزونکى دلوبډلې په برياوو کې دملا تير ګڼل کيږي .
دريئس احمدزي او تاج ملوک عالم دا پريکړه دوخت څخه مخکې ده او ددوي دا پريکړه په ملي لوبډله باندې ډيرې منفي اغيزې لري .دافغانستان دکرکټ مسئولينو عمر زاخيلوال او الله داد نوري ته پکار دي چې دنوموړو استعفا واپس کړي . او دوي دې دافغانستان په سپورتي لباس کې يو ځل بيا دنړيوالو لوبډلو په خلاف باندې په نړيوالو ميدانونو کې دخپل هيواد د بريا لپاره لا زياتې سيالۍ وکړي .