بشارالاسد غوطه کې خپلو عملیاتو ته ادامه ور کوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۴مه) د سوريې ولسمشر بشارالاسد ويلي، د غوطې په هغو سيمو کې خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.
 
هغه ویلي، د دغو عملياتو د ختمېدو لپاره له نړيوالو غوښتنو سره- سره به دا لړۍ پرمخ بېول کېږي.
 
بل خوا د ځايی فعالانو ویلي، وروسته له هغې چې د سوريې دولتي ځواکونو او متحدانو يې د فبرورۍ پر ١٨ مه د دمشق په مربوطاتو کې خپل عمليات شديد کړل، په ختيځه غوطه کې د وروستيو ناکراريو په نتيجه کې تر ٦٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.
نه د مسکو په وړانديز په سيمه کې بشري لنډمهاله اوربند نه هم په ټوله سوريه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پېشنهاد ٣٠ ورځنى اوربند وتوانېد په دې جګړه ځپلې سيمه کې د بشري ناورين د مخنيوي سبب شي چې شا و خوا ٣ لکه او ٩٣زره کسان په کې راګېر پاتې دي.