
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۱۴مه) د چين نړيوالې راډيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه نن پيليږي.
ویل شوي، چې د ښاغلي شي جين پينګ په شمول د چين دولتي او ګوندي مشران پکې ګډون لري.
تمه ده، چې د چين صدر اعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې د حکومت کاري رپوټ وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال او سرمنشي ښاغلي وانګ چن د يادې دايمي کمېټې په استازيتوب د اساسي قانون د تعديل نامې په اړه معلومات ورکوي.