
زموږ په ټولنه کې يو شی بايد موږ ومنو چې فکراً کمزوري يو او په ډېرو کمو مسايلو باندې سرسري پوهېږو، يا يې ترې بل هدف اخلو، خو ژورو اړخونو باندې يې هغه وخت پوهېږو چې اوبه له ورخه تېرې وي.
له يوې خوا خو زموږ د ټولنې ډېری برخی له لسيزو راهيسې له علم محرومه پاتې شوې ده، بل پلو مو د لوستو کسانو کچه هم په هماغه اندازه چې بايد پوه وای نه ده، که يا لوستي کسان لرو دې وطن ته يې ګټه نه رسېږي، يا خو له هېواده د باندې دي او يا هېواد کې دننه پر سياسي او نورو حرکتونو بوخت دي.
زموږ ټولنه فکري برخه کې ډېر کار ته اړتيا لري، موږ ته تر اوسه پورې خپل دين، مقدسات، ملي شتمنۍ او ټول هغه څه چې لومړی موږ د مذهب په سترګه او دويم د کلتور په سترګه ورته ګورو ناسم راته تعبير شوي دي.
د اسلام مقدس دين د نړۍ تر ټولو سپېڅلی دين دی او موږ په دې هم عقيده لرو. خو زموږ د ديني عالمانو داسې ميتود نه دی زده چې له مخې يې زموږ خلک پوه کړي او د دوی فکرونه وروزي او نه مو ولس په داسې ډول پوه شوی دی چې د عالم او عام سړی چې د ملا په نوم خلک تېرباسي توپير وکړي، نو ځکه مو خلک د خپل دين څخه هم تر ډېره نا خبره دي.
دويم، زموږ کلتوري برخه ده چې ځينې کسان پرې سختې نيوکې کوي، سره د دې چې دوی پوه دي، زده کړې يې کړي دي خو ولې ځينې کلتوري مسايلو ته په منفي سترګه ګوري، زه به يوه بېلګه وړاندې کړم:
موږ لومړی د اسلام مقدس دين ته تسليم خلک يو، هر هغه څه چې زموږ په دين کې ترې منع شوي يوو نه يې کوو او چې امر راته شوی دی بايد ترسره يې کړو او دا راباندې لازم دي، دويم موږ ځينې مسايل خپل کلتور کې ګورو که کلتوري اړخ يې لاره، يا يې د فرهنګ سره جوړه وه نو کوو يې که نه ترې تېرېږو.
زموږ دين راته وايي چې ښځې بايد حجاب وکړي، که د باندې ټولنې ته راووځي هم اصول ورته ټاکل شوي دي، د خپل دين څخه بايد سرغړونه ونه کړي.
بل پلو کلتور تاريخ هم راته وايي، چې پښتنې سترې دي او حجاب بايد وکړي، يو شاعر وايي:
حسن چې بې ستره شي بې قدره شي
ځکه پښتنې مخونه پټ ساتي
دا زموږ ټولنه کې يو دود دی چې نجونې بايد حجاب وکړي، ښه دليل يې دا دی چې موږ د مېلمنو او هغه خلک چې خپل مو نه وي يا ترې ستر / پرده کوو د دوی د مېلمه پالنې لپاره حجره لرو، د حجرې تاريخ زموږ کلتور کې څرګند او پخوانی دی.
مالومه شوه چې هم راته خپل دين وايي چې بايد نجونې مو حجاب وکړي او هم کلتور، خو زموږ ډېری لوستي ځوانان چې نارينه او ښځينه دواړه پکې شامل دي پر ټولنيزو شبکو د نجونو د بې سترۍ لپاره کمپاين کوي، حجاب باندې يې ملنډې وهي، کله يې د يوې ټولنې کلتور ګڼي، کله د بلې ټولنې، دلته مالومه شوه چې زموږ فکري پوهنه لږه ده، ذهنيت مو نه دی جوړ شوی، نه د خپل دين په اړه سمه پوهه راکړل شوې ده او نه د خپل کلتور او تاريخ په اړه، دا يوازې يوه بېلګه وه نورې هم ګڼې بېلګې شته دی.
سره له دې چې ۲۱ مه پېړۍ د نړۍ د بدلون پېړۍ ده، چټک پرمختګ روان دی، افغانستان هم د نړۍ د يوې برخې په توګه لږو ډېر د بدلون او پرمختګ څخه برخمن دی، موږ ټولنيزې شبکې لرو، پر ځای د دې چې د فکر جوړونې لپاره يې وکاروو، پر نورو منفي کارونو لګيا يو، خپل کلتور خلکو ته ناسم معرفي کوو، د قوم په نوم د يو بل شخصيتونه وژنو او بې مانا سياسي او تکراري ليکنې کوو.
د فکر جوړونې او روزنې برخه کې د دې ټولنې هر وګړی، که ملا دی، که عام افغان دی، که استاد دی، که ځوان دی او که پېغله بايد د خپل هغه دين چې د نړۍ تر نورو اديانو يې سپېڅلی ګڼو او هغه کلتور چې پرې وياړو، لومړی پرې ځان سم پوه کړو، بيا يې خپل راتلونکي نسل او نړۍ ته سم ور وپېژنو، زموږ اوسنی ډېری ستونزې د دې له امله دي چې فکري کمزوري لرو.