چين: د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په ۵دایریږي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۳مه) د سين هوااژانس خبر ورکړی، چې د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نيټې پرانیستل کېږي.
 
ویل شوي، چې په دغه غونډه کې به د حکومت د کارونو په هکله د صدراعظم لي که چيانګ راپور واوريدل شي.
 
همدارنګه د دولتي شورا په اړه د ۲۰۱۷ میلادي کال د ملي اقتصاد او د ټولنې د پرمختګ پلانونو د اجرا کولو حالت او د ۲۰۱۸ میلادي کال د ملي اقتصاد او د ټولنې د پرمختګ د پلانونو لايحو راپور، د دولتي شورا په اړه د ۲۰۱۷ کال د مرکزي کميټې او د ځايي حکومتونو د بوديجو اجرا کولو حالت او د ۲۰۱۸ کال د مرکزي کميټې او د ځايي حکومتونو د بوديجو اجرا کولو حالتونو په اړه راپورونه وړاندې شي.
 
د معلوماتو له مخې د دغه هېواد د اساسي قانون د تعديل نامې په هکله د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مالومات به واوريدل شي.
 
 په همدې ورځ سهار به د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو برخمن وي. 

د چين د ولسي خپرونو مرکزي را‌ډيو، د مرکزي ټلويزيون، د چين نړيواله راډيو او د چين نړيوال ټلويزيون به د دغې غونډې په اړه ژوندۍ خپرونې تر سره کړي.