مودي: مسلمان ځوانانو د پرمختګ لپاره به هلې ځلې ونه سپموو

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۳مه) د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي مسلمان ځوانان باید په یوه لاس کې قران کریم او په بل کې کمپیوټر ولري.
 
 
هغه دغه څرګندونې په هند کې د اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل تر نامه لاندې غونډې ته کړې دي.
 
نوموړي زیاته کړې، د مسلمانو ځوانانو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي.
 
مودي پر  خپل ټوېټر هم لیکلي، چې په هند کې اسلامي کلتور د ودې په حال کې دی.
 
د هغه په وینا، دی ټولو مذهبي ارزښتونو ته درناوی لري او ټول هندیان باید د اسلام هغو ښېګڼو ته ژمن وي چې د بشر د ښه ژوند لپاره لپاره یادې شوې دي.