
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۳مه) امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د شمالي لوري پنجرو ته مخامخ یو کس پر ځان ډزې کړې دي.
په راپورنو کې نه دي ښودل شوي، چېدا کس څوک دی.
د ځايي پولیسو په وینا، په دې اړه پلټنې کوي.
ویل شوي، چې په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی، خو په سیمه کې شته سیالانیان وېرېدلي دي.
دغه سیمه د امریکا د ولسمشر دفتر ته مخامخ ده او په واشنګټن کې ډېری سیلانیان دغه ځای ته ورځي او یادګاري انځورونه اخلي.
د پېښې پر مهال ټرمپ په فلوریډا کې په خپل تفریحي پارک کې و.