
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او ددغه هېواد پر ځینو رسنیو سختې نیوکې کړې دي.
هغه ویلي، چې پر عراق حمله تر ټولو بده پرېکړه وه او د مچیو په ځاله کې له لرګي وهلو سره یې تشبه کړې ده.
د سي ان ان خبر له مخې ټرمپ تیره ورځ د جمهوري غوښتونکو ګوند له مالي ملاتړو سره په فلوریډا کې د لیدنې پرمهال ویلي، موږ ډېر احمق او نا پوه سیاستمداران درلودل، چې د ډېر وخت لپاره یې نړۍ اداره کړې ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي، پر عراق د برید پرېکړه؛ په ۲۰۰۳میلادي کال کې دا تر ټولو بده پرېکړه وه چې د امریکا حکومت وکړه.
د ټرمپ په وینا:
" دا د بوش کار و، د یوه بل نابغه سړي."
د معلوماتو له مخې، ټرمپ د بوش له کورنۍ سره ښې اړیکې نه لري جورج بوش او زوی یې دواړه د امریکا ولسمشران تېر شوي، چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې یې له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ هم ونه کړ.