ناټو د پوتین خبرې نه مني

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۱۳مه) ناټو ویل، د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری دوی نه مني.
 
هغه ویلي، چې ددغه هېواد پر هر متحد برید پر روسیې د برید په مانا دی او بې ځوابه نه پرېښودل کېږي.
 
له ناټو په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي؛ ناټو نوې سړه جګړه یا د وسلو سیالي نه غواړي.
 
 
بل خوا ښاغلي پوتین تیره پنجشنبه په خپله وینا کې وویل، چې وسلې یې ډېرې پرمختللې شوې دي او ګڼ داسې توغندي یې ازمویلي دي، چې اټومي کوپړۍ لېږدولی شي.
 
د هغه د معلوماتو له مخې او هېڅ څوک یې د کشفولو وړتیا نه هم لري.
 
پوتین زیاته کړې، چې د روسیې پر ملګرو او متحدینو برید به له توند غبرګون سره مخ شي او روسیه د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته تیاره ده.
 
په ورته وخت کې امریکا هم د پوتین د خبرو په ځواب کې ویلي، چې امریکا پیاوړې وسلې لري.