
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۲مه) ورکړل شوي راپورونه ښيي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان او روسیې هېوادونو د ستراتيژیکو اړیکو ګډې ډلې یوه ګډه ناسته کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې په سیمه کې د روان وضعیت پر سر د خبرو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.
ویلي شوي، چې دغې ګډې ډلې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده، چې له مخې به یې د پاکستان او روسیې د اړیکو ښه کېدو او پراختیا یا اصلاح لپاره نوې لارې چارې لټول کېږي.
د راپورنو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان او روسیې دواړه هېوادونو اړېکې له یو بل سره ډيرې نږدې شوې دي.