ټرمپ د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره شرط وړاندې کړی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۲مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دی د فلسطین په رسمیت پېژندلوو په برخه کې ستونزه نه لري.
 
هغه زیاته کړې، چې دی یو شرط لري ترڅو  باید ومنل شي.
 
 
د ځايي رسنیو په حواله، اروپایي هېوادونو پر ټرمپ فشار راوستی او ویلي یې دي چې د اسرایئلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندل د ۱۹۶۷ میلادي کال هوکړه تر پښو لاندې کول دي.
 
 
بل خوا فلسطینیان بیا په دې هڅه کې دي، چې اروپایي هېوادونه په دې مسئله کې مداخله وکړي.
 
ویل شوي، چې ټرمپ په یوه شرط فلسطین د هېواد په توګه پېژني، چې بیت المقدس به یې پلازمېنه نه وي.