روهي (نۍ/۱۲ د کب)، په کابل ولايت کې د (زاهد کمپنۍ) په نوم يو شخصي شرکت د ۲۵ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړي، چې د غواړيو او غلې - دانې په برخه کې به توليدات ولري.
د ياد شرکت د مسولينو په وينا، چې په يادې پانګونې سره په هېواد کې د کورنيو تولېداتو کچه لوړه شي او نېږدې ۴۰۰ کسانو ته به په کې د کار کولو زمينه مساعده شي.
د هېواد د سوداګرۍ وزارت وايي، چې نور کورني پانګوال هم بايد خپله سرمايه پانګه کړي او په دې سره د هېواد د اقتصاد په لوړوالی کې همکاري وکړي.
له بلې خوا، پانګوال په هېواد د کړکېچن امنيتي وضعيت شتون او د نامسووله وسله والو او زورواکو له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي او له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته د پانګونې يو ډاډمن چاپيريال رامنځ ته کړي.
د زاهد کمپنيو مسولين هم له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د مال اوځان د ساتنې په موخه ورته وړ فضاء برابره کړي، ترڅو پانګه شوې سرمايه يې له ګواښ سره مخ نه شي.
په هېواد کې په ډېر شمېر لوي پانګوال شتون لري، خو د کړکېچن امنيتي وضعيت په اساس په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي بلکې خپله پانګه له هېواد بهر په خارج کې په کار اچوي.
وروستي