واشنګټن په مسکو د امريکا بندېزونه تر يو کال نور هم وغځول

روهي (نۍ/۱۲ د کب)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره ورځ ويلي، چې تر ۲۰۱۹ ز کال د مارچ مياشتې پورې به په روسيې د امريکا له خوا بندېزونه وغځول شي.

ټرمپ ويلي، چې د کريما او اوکراين په چارو کې د روسيې مستقيمه لاس وهنه په ياد هېواد د امريکا د بندېزونه د يو کال نور اوږدېدو سبب شوی.

د کريما او اوکراين په مسايلو کې د مداخلي له امله امريکا په ۲۰۱۴ کې په مسکو بندېزونه لګولي وو، تمه وه چې دغه بندېزونه به په ۲۰۱۸ کې پای ته ورسيږي، خو د مسکو او واشنګټن د خړو اړيکو له امله وغځېدل.

له بلې خوا، د روسيې ولسمشر پوتين ويلي، چې امريکا بايد په ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسيې د مداخلې په اړه سندونه وړاندې کړي نه يوازې تورونه.

د امريکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ په پلوي، روسيه په لاس وهنې او سايبري حملو تورنه شوي، خو روسيې دغه تورونه رد کړي دي.