
روهي (نۍ/۱۲ د کپ)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سپني ماڼۍ چارواکو ته امر کړی، چې د نوموړي لور او د هغې خاوند له سپين ماڼۍ څخه اخراج کړي.
له سپنې ماڼۍ څخه د ولسمشر ټرمپ د لور (ایوانکا) او د هغې د خاوند (جراد کوشنر) د وتلو خبر په داسې وخت کې خپريږي، چې واک ته د وټرمپ په رسېدو يې دوی سپينې ماڼۍ ته راوستل شول او هغه وخت هم سپينې ماڼۍ ته د ایوانکا او جراد کوشنر راوستل، د سياسي تجربو د نه لرلو له امله له نېوکو سره مخ شول.
ولسمشر ټرمپ ويلي، چې ایوانکا او جراد کوشنر به دسپینې ماڼۍ له وتلو وروسته هم وکولی شي، چې د حکومت په اداره کې ورسپارل شوي دندې پرمخ يوسي.
له سپنې ماڼۍ څخه د ټرمپ د لور او زوم د وتلو پرېکړه، خو د حکومت په کابينه کې د دوی پاتې کېدل، د ولمسشر ټرمپ د يو شمېر سلاکارانو د ناخوښۍ سبب شوی. د ولسمشر سلاکاران او نور کسان نيوکه کوي، ایوانکا او جراد کوشنر سياسي تجربه نه لري، نو بايد په کابينه کې لوړه برخه ورنه کړل شي.
ایوانکا د ټرمپ مشره لوره ده، چې واک ته د ټرمپ په رسېدو سره يې له خپل خاوند سره يو ځای سپنې ماڼۍ ته لار پيدا کړه.