
د ډم او هنرمند تر منځ توپېر – نیم قرن به ترانه های ناشناس
د کلونو راهیسې مې دا هېله وه چې یوه ورځ ناشناس صیب له نېږدې ووینم تر څو د هغه زرین غږ، چې څه د پاسه د پنځو لسېزو راهیسې د موسیقي د مینوالو په زړونو سلطنت کوي، واورم. که څه هم ناشناس صیب ته څښتن تعالي د زیار صیب په وینا کوډګر غږ ورکړي دی چې ساری یې په افغانستان او کوزې پښتونخوا کې نه شته، او که چېری ورته غږ لرونکی پېدا شي بیا به خلک ورته دویم ناشناس وايي. یواځې زه نه بلکه د ناشناس صیب ټول مینوال به دا راسره ومني چې د نوموړي په کوډګر غږ کې ویل شوي سندرې او غزلي زما او د دوی په شنډو په ناڅاپي توګه کله نا کله زمزمه کېږي. له مودو وروسته زما دا هېله هغه وخت پوره شو چې زړه ته رانېږدې ملګري مې را ته تیلفون وکړ او راته یې وویل چې د ناشناس صیب د کتاب مخکتنې غونډه په پام کې نیول شوي ده او زه غواړم چې تاسې هم په دغه غونډه کې برخه واخلئ. پرته له ځنډه ما ورته هو وویله. د فبروري په ۲۳ نېټه آشیانه رسټورانټ چې په هانسلو کې موقیعت لري او د پلازمینې لندن په لویدیځه برخه کې پروت دی، ورغلو.
رسټورانټ ته په ورسېدو سره دا زما لپاره لومړې ځل وه چې په لندن کې مې ډېر افغان اکاډمیک شخصیتونه په سترګو شول. د یو څه ځنډ وروسته د بي بي سي کارکوونکو غونډه پیل کړه او ناشناس صیب ته یې بلنه ورکړه چې د کتاب په اړه خپله وینا وکړي. نوموړي لومړی یو کوچني کتاب پورته کړ او ویې ویل چې دغه کتاب یو چا زما په هکله لیکلی خو ډېری املایي او انشایي تېروتني لري او آن تردې چې د نورو وییلې شعرونه یې هم زما په نوم کړي دي. خو بیا هم له لیکوال نه ځکه منندوی و چې د نوموړي په هکله یې کتاب لیکلی وه او هم دا کوچنی کتاب د دې لامل شو چې نوموړی یې د اوسني کتاب لېکلو ته وهڅاوه.
بیا نوموړي د موسیقي د ژوند په هکله داسې وینا پیل کړه، ” کله چې زه کوچنی وم ما به د ځان سره سندري زمزمه کولي، په ښوونځي کې به مې ټولګېوالو را ته میز واهه او ما به ورته سندرې وییلي. بله ورځ مې په کور کې سندرې ویلی چې د مور مې را ته پام شو. “خبره را لنډوم. هغه زیات کړه چې، ”پلار مې قاري د قران و او همکارانو به مولوي صیب بللو. هغه په ملي بانک کې د مامورینو د مدېر په صفت دنده ترسره کوله.. په بانک کې هندوانو ورونو، سیکانو او مسلمانانو کار کاوه. څلور کاله وروسته یې یو سک همکار ورته مبارکي وویله چې مولوی صیب تبریک در ته وایم، پلار مې ورته وویل ده څه شي تبریکې راکوي، همکار یې ورته وویل د ناشناس. پلار مې په غوسه شو اور ته یې وویل چې زما ستا سره داسې شوخي وه چې را ته دې داسې وویل. همکار زر ترې بخښنه وغوښته او ولاړ. “
کله چې مې پلار کور ته را ستون شو نو په غوسه یې را ته وویل چې، ”زما د کور راز را ته یو بهرني کس څلور کاله وروسته وویلو. ما پلار ته په ځواب کې وویل چې پلاره! تاسې خو د موسیقي سره جوړ نه یاست. هغه را ته په ځواب کې وویل چې چا ویل چې زه د موسیقي سره وران یم. بلکې زه د پښتنو د هغه وروسته پاتې فرهنګ نه ویریږم، زه د کندهاریانو د هغه وروسته پاتې فرهنګ نه ویریږم چې بیا به درته ډم وایي او دا چې ته حساس یي بیا په شپو شپو به خوب نه درځي. “
د دغو پورتنیو جملو په اورېدو سره یو شمېر ناست پښتانه ډېر نارامه شول. دا چې پښتانه د موسیقي د اورېدو او سندرو ویلو مینوال دي او همدارنګه اتڼ چې د ملي ورځو او خوښیو یو ستر سمبول دی، چې نه یواځي پښتانه بلکه د افغانستان نور قامونه یې هم په ستر ویاړ په خپلو خوښیو کې کوي، را په زړه کړ. پښتانه خو موسیقي خوښوي خو دا چې د رزق د لاس ته راوړولو د وسیلې په توګه ترې کار نه اخلي، دا په دې مانا نه ده چې پښتون قام دې دومره بې فرهنګه وي. د ناشناس صیب د دې جملو تر اورېدو وروسته خدای شته غونډه خورا پېکه شوه.
بله دا چې د ناشناس صیب د کتاب غوښنه برخه په درې ژبه لېکلی شوي ده او د پښتو ژبه په کې دومره لږه ده لکه څوک چې د فشار رنځور ته په خوړو کې د نېشت په حساب مالګه واچاوي. خو خیر دري هم زمونږ ملي ژبه ده او پرې ویاړو. خو دا چې د پښتنو سپکاوی یې راوخیست، خدای شته ډېر یې خوابدي کړو. څنګ کې مې ناست ملګري راته وویل چې ناشناس صیب د چا د خوشالولو لپاره د پښتنو سپکاوی کوي؟
پوښتنه دا ده چې ایا په داسې حساسو شیبو کې، چې ګران افغانستان د یو شمېر مغرضو کړېو له لورې د کلتوري برېد لاندې راغلی دی، ناشناس صیب ته په کار دي چې د خپل خدای بخښلي پلار بې خونده څرګندونې را تازه کړي. د نوموړي د بې خونده وینا څخه داسې برېښېده چې ګواکې د پښتونولي ارزښتونه یې هیر کړي وي. تر ټولو دردونکې خو دا وه چې پخپله یو کندهاري پښتون د دروند پښتون قام سپکاوی کاوه او ورته یې په څومره بده سترګه کتل. د دې مطلب د لېکلو نه مې موخه دا ده چې د پښتونو کلتور او ژبه چې څومره یو شمېر پښتنو سپکه کړي ده دومره به یې دښمنانو نه وې کړي. د ناشناس صیب نه زمونږ غوښنته دا ده چې خپلې خبرې بېرته واخلي، بخښنه وغواړي او بیا داسې بې خونده څرګندونې ونه کړي.