‎سوله او د غني هڅې!

‎سوله د هرې ټولنې د وګړو حق او هیله ده، د نړۍ مشرانو د خپلو وګړو د سوکاله ژوند د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې سیاسي مبارزې کړې دي، سوله کې ژوند هېواد په هر لحاظ د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي، کله چې د طالبانو واکمني ونړېده ، او موقته اداره را منځته شوله ، د افغانانو ژوند کې نوی بدلون راغی، د پوهنې دروازې خلاصې شوې، پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ګ‌‌‌‌‌‌ډون پراخ شو، زموږ افغان امنیتي ځواکونو روزل پيل شول ، او داسې نور
پرمختګونه وشول، بهرنۍ مرستې له افغانستان سره زیادې شوې ، چې په لړ کې موږ‎ د دوه ځله پارلماني او درې ځله ولسمشریزو ټاکنو شاهدان وو.

دا هر څه په آرامه فضا کې ترسره کېږي د همغې وخت څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې دا وې چې له مخالفو لوریو سره سوله وکړي، هغه وخت چې ښاغلی غني د له خارجي ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د انتقال د پروسې رییس وه ، هیله وه چې زموږ افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د امنیت د
‎ساتنې توان لري، خو بیا هم زموږ دولت هڅه وکړه چې له مخالفینو سره د سولې د لارې جګړه پایته ورسوي، چې هېڅکله مخالفینو د دولت دا غوښتنه ونه منله ، د ولسمشر غني د کمپاینونوله پيله بیا تر ننه پورې په مخالفینو غږ وکړ چې وسله په ځمکه کېږدي او د نورو افغانانو سره یو ځای یو شان ژوند وکړي، سوله هېڅ
لګښت نلري، صرف یوه قوي او‎ ملي اراده غواړي ولسمشر غني د همدې ملي ارادې له مخې د سولې پروسې ته دوام ورکړ چې بالاخره یې له اسلامي حزب سره خبرې ښې پایلې پيداکړلې ، او دې سره د اسلامي حزب مشر کابل ته راغی چې نن ورځ د خپل دولت سره مټ په مټ کار کوي. اوس که راشو د نړۍ د نورو مبارزینو مشرانو مبارزې مطالعه کړو چې دوی خپل هېواد ته او د هېواد وګړو ته څنګه د امن او سولې ژوند برابر کړی؟
‎اپارتایید په جنوبي افریقا کې د حکومت یو سیسټم و چې په نژادي تبعیض او بيلوالی باندې ولاړ و چې په ۱۹۴۸ کې یې رسمي بڼه غوره کړه.

‎دې سیسټم د تورپوستو اوسیدونکو چې په دې هیواد کې اکثریت نفوس و، له سیاسي او اقتصادي حقونو څخه انکار وکړ. دې سیسټم یو داسې سیاسي او اقتصادي چوکاټ طرح او پیاده کړ، چې د سپین پوستو ولکه او برتري یې په تور پوستانو باندې ټینګه کړې وه او هغې ته یې موسساتي شکل ورکړي و.

‎دغه په نژادي پالیسي ولاړ سیستم د اپارتایید په نوم یاد شوي چې تر ۱۹۹۲ پورې دوام وکړ.
‎د دې لیکنې هدف دا دی چې د جنوبي افریقا د سولې د ستونزمنې پروسې پیچلتیا وښیي او د هغې د بریالیتوب راز او همدارنګه هغه نیمګړتیاوې په لنډو کې څرګندې کړي چې د سولې د تړون څخه مخکې او له هغې څخه وروسته دغه ملت ورسره مخ و.

‎دې سیسټم د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د افریقا د ملي کانګریس ګونډ او د حکومت مخالف نور ګوندونه او ډلې منع اعلان کړي. د دوي رهبران یا بندیان شول او یا له هیواد څخه تېښتې ته اړ کړای شول.

‎نېلسن مانډیلا له دغو رهبرانو څخه یوه وتلې څیره وه چې د جنوبي افریقا د مظلوم تور پوستي ملت سوله ییز مقاومت یې د اپارتایید په وړاندې بریالیتوب ته ورساوه. منډېلا د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې کړې وي او په ځواني کې د ای این سی سره یو ځای شو چې د ځوانانو د کمیټې چارې یې پرمخ بیولې.

‎دی څو ځله د حکومت ضد فعالیتونو په تور تورن شوی خو په ۱۹۶۲ کې د محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو. مانډیلا ۲۷ کلونه په بند کې تیر کړل خو له خپلې ارادې په شا نه شو. ده له لومړی سر څخه په دې هیله مبارزه پیل کړه چې د ټولو انسانانو لپاره د سپین پوستو په ګډون په دې هیواد کې د سوله ییز او ابرومند ژوند قانوني شرایط برابر شي.

‎ده د جنوبي افریقا لپاره د دې هیواد ګڼ توکمیز واقعیت او د بیلا بیلو کلتورونو، مذهبونو او ژبو موجودیت د سولې لپاره خطر نه دي شمیرلي، بلکه په دې باور و چې "مذهب، قومیت، ژبه، ټولنیز او کلتوري رواجونه د انساني تمدن د غنا او بشپړتیا اجزاوې دي، چې زموږ تنوع ته نوره شتمنې ورکوي"

‎د نېلسن منډېلا ژوند او د اپارتایید د رژیم په وړاندې د ده سوله ییز مقاومت د یوه داسې سمبول په څیر د انسانیت په تاریخ کې ثبت شوی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر ناوی پیلی په وینا "د ده تر ټولو مهم میراث به هغه وړتیا وي چې د واقعي دیموکراسي نهاد جوړ کړي او په یوه څو توکمیز ملت کې د یو متحدکوونکی څیرې په ډول پاتې شي."

‎نېلسن منډېلا که څه هم ډیر د نرم مزاج خاوند و، خو د ټولنیز عدالت او انساني حقونو ته د احترام احساس په ده کې د مقاومت روحیه دې برید ته نږدې کړې وه چې د خپلو خلکو د ازادي لپاره قرباني، سختیو او حتی خشونت امیزه کارونو ته هم تیار و. کله چې په ۱۹۶۱ کې د ده د نیولو امر صادر شو، دی بیا هم په جنوبي اقریقا کې د ننه پاتې شو او په پټه یې د مقاومت چارې تنظیمولې.

‎له خپلې کورنۍ او مسلک څخه بیل شو او مقاومت او مبارزه د ده د ژوند روند او کیفیت جوړ کړی و. د نېلسن منډېلا اقتصادي وضعه که څه هم ښه وه، خو ده ساده ژوند ته ترجیح ورکوله. له بند څخه وروسته یې له خپل کلی قونو څخه په منظم ډول لیدنه کتنه کوله او له کلیوالو خلکو سره به یې د دوي کشالو په حل کې مرسته کوله.

‎منډېلا د جنوبی افریقا د اکثریت وګړو ډیرو بنیادي بشري حقونو ته په مستقیم ډول اشاره کوله او ویل به یې چې د قانون په وړاندې واقعي برابري هغه ته وایي چې تور پوستي وګړي هم د قانون په چوړولو کې برخه واخلي او یو داسې اساسي قانون ولري چې د ټولو اتباعو بنیادي حقونه تضمین کړي او دوي حق لري چې د عدالتي نظام په جوړولو او چلولو کې برخمن وي، د قاضیانو، څارنوالانو، او د قانون د انفاذ د چارواکو په څیر کار وکړي.
‎د همدې سیاسي او عقیدوي موقف پر بنسټ، نېلسن منډېلا د خپلې اوږدې سیاسي مبارزې په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلی و چې نه د اپارتایید رژيم کولای شي د زور او جبر په ذریعه د تل لپاره په جنوبي افریقا کې سیاسي ځواک ولري او نه د مقاومت جنبش کولای شي چې د خشونت او تاوتریخوالي له لارې دغه رژیم نسکور کړي.
‎نو ځکه ده د سولې او پخلاینې لار غوره وګڼله. که څه هم دده د خپلو ملګرو او د مقاومت له لیکو څخه په ده ډیری نیوکې کیدلې، خو تاریخ دا وښودله چې د نېلسن سیاسي فکر او کړنلار اغیزناکه وخته.

‎په جنوبي افریقا کې د نېلسن تر مشرتابه لاندې د اپارتایید د رژیم د ختمولو لپاره د حکومت او مخالفینو د ګډو هڅو او څو اړخیزو خبرو څخه وروسته د ۱۹۹۱ د سپتمبر په ۱۴ د سولې تړون لاسلیک شو.

‎سره د دې چې د سولې تړون له ستونزو سره مخامخ شو او د موافقې له احکامو څخه ډیری سرغړونې وشوې، خو نېلسن منډېلا د خپلې سیاسي مبارزې او ستونزمن ژوند په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلی و چې د خشونت ځواب په خشونت سره ویل جنوبي افریقا له نورو کړاوونو سره مخامخ کوي او وړاندیز یې وکړ چې د سولې پروسه باید ادامه پیدا کړي.

‎منبع بی بی سی
‎‎یعنې من‌‌‌‌‌‌ډيلا د افریقا خلکو د سوله ییز ژوند د پاره یوه هڅه هم پرېنه ښوده،
موږ هم سولې ته رسېدلی شو ، که چېرې په دې برخه کې د ولسمشر تر څنګ ولس ودرېږي، دیني عالمان په کلو کې پراخ تبلیغات پيل کړي، دښمن ته په خپلو سیمو کې ځای ورنکړو، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو موږ به سوله ییز ژوند ولرو . که موږ یو شو نو پردۍ مداخلې به مو له هېواده ورکې شي. او د هرې ورځې په تېرېدو سره به د نویو تغیراتو لیدونکي واوسو.
‎سوله زموږ حق او زموږ هیله ده.