د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ د کريموف ديوال ونړېد

روهي (جمعه/۱۱ د کب)، د تاجکستان او ازبکستان د کورنيو جګړو په وخت کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف په امر د بېلتون ديوال جوړ شو.

له کالونو وروسته د دواړو هېوادنو د وګړو د دوستانه اړيکو په اساس دغه ديوال، چې ازبک او تاجک قومونو ترمنځ يې د بېلوالي کرښه اېستلې وه، ونړېد.

دغه دېوال د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف په امر جوړ شوی وو او د خلکو ترمنځ يې د کريموف ديوال په نوم سره شهرت پيدا کړی وو. کريموف هغه وخت امر کړی وو، چې حتا د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ د هوا مرغان هم نشي کولی له دې ديوال تېر شي.

د کريموف ديوال په نړېودو سره، د دواړو هېوادونو وګړي کولی شي، چې پرته له ويزې؛ يو او بل هېواد ته سفر وکړي او د پنځو ورځو لپاره هلته پاتې شي.

د ياد ديوال نړېدل د ازبک او تاجک ولسونو د هرکلي سره مخ شوي او په روانه د اړيکو پيړۍ کې يې، دغه هڅه د نړۍ د لا نېږدې کېدو په لور ګام بللی.