داځل نوی ۱۳۹۷ کال په نوي بڼه پیلوو

د پسرلي په راتګ سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې په لکونه نیالګي کښېنول کیږي اما کمه فیصدي یې شنه کیږي او په ځینو ځایونو کې حتا له کښېنولو څو اونۍ یا میاشتې بعد وچیږي.

زه د هیوادوالو وطني-پاک احساسات درک کوم او لایې دې کار ته تشویقوم.
داچې دا نیالګي ولې وچیږي دا بیا په خپل وار مختلف عوامل لري چې هغوی ته نه پاملرنه، بې نقشې او په مناسبو ځایونو کې نه لګول، د ساتنې په اړه یې نه پوهاوی او ترټول جدي هوا، خاوره او اقلیم په پام کې نه نیولو سره د نیالګیو کېنول.

داچې هرکال د هیواد په هر ځای کې د نیالګیو کمپاین ښه په درز کې کیږي او بې شمیره ونې کښېنول کیږي نو راځي دا کال د نورو کلونو نه لاښه او په متفاوت ډول پیل کړو.
د دې لپاره زه لاندې څو نقطې ذکر کوم او په ډیرې اسانۍ سره به د تطبیق وړ هم وي:
لومړی - د ولایت په سطحه په پوهتون کې د زارعت پوهځي د ټولو څانګو(اګرانومي، باغداري، ځنګلات، حفاظې، انجینیري، مالداري او توسعه چې د دوکتورا او ماسټري په کچه علمي کادرونه پکې لرو)، کرهڼې ریاست ښارولي ریاست، چاپیریال ساتنې ادارې او پوهنې ریاست له لوري یوه لنډمحاله مشترکه کمېټه جوړه کړو، البته د ولایت مقام تر رهبري لاندې.

دويم - دا لنډمحاله کمېټه دې د ولایت په سطحه په اوړنده موضوع(په نوي کال کې د نیالګیو کښېنولو د کمپاین په ارزښت، کټو او علمي طریقو هر اړخیزه مالومات د یو تخنیکي –علمي سمینار په ترڅ کې خلکو ته ورکړي.

درېیم- د ولسوالیو په سطحه دې د کرهڼې رساست د ترویج له مدیرانو، معارف له مدیرانو، په ولسوالیو کې د معارف او مکاتبو شوراګانو او ولسوالیو انکشافي شوراګانو له لارې خلک دعوت شي او عامه پوهاوی دې خلکو ته ورکړل شي ترڅو د شته ځنګل ساتنه وکړي او د احیا او احداث په اړه دې علمي مالومات خلکو ته ورکړل شي.

څلورم - د مدني ټولنو درانه استازي دې په دې برخه کې پروګرامونه د همدې لنډمحالې ګډې شورا(کرهڼې ریاست، د پکتیا پوهنتون د کرهڼې پوهنځي، ښاروالي ریاست، چاپېریال ساتنې او معارف ریاست) په ملتیا څو ورځني ورکشاپونه او سیمینارونه دایر کړي، خلک دې ورته را دعوت کړل شي ترڅو په علمي – اساسي ډول وپوهول شي.

پنځم - تجار او سرمایه دار وروڼه دې د طبعي ځنګل په اهمیت لنډ پیغامونه د بلبورډونو او بروشرونو له لارې چاپ کړي او د نوو نیالګېو د کښېنولو او پالنې د علمي روشونو لنډ او مختصر پیغامونه چاپ کړي او په ولایت کې شته اونیزې، محالنۍ او مجلې حد اکثر دې ته ځانګړې او سپانسر کړل شي.(دولتي او غیر دولتي).

شپږم - د رسنیو درانه مالکین دې په دې اړه پروګرامونه ځانکړي کړي؛ د کرهڼې د برخې استادان او مامورین دې مېلمانه کړي او خلکو ته دې د چاپېریال ساتنې، ونو په علمي رویشونو، د هغوی په ګټو او ساتنه هر اړخیز مالومات خپاره کړي.

اووم - له ملایانو مو هم غوښتنه ده چې دوی له ممبر څخه په خلکو د نیالګیو د ساتلو او حفاظت غږ وکړي او خلک دې، دې صدقې جاریې او د ثواب کار ته را وبولي.

نوټ: په ولسي سطحه دې د پکتیا ولایت د مدني ټولنو ګډه جرګه او د رسنیو د همغږۍ ټولنه دا کار وکړي.
او په دولتي چوکاټ کې دې د ولایت مقام تر رهبري لاندې د کرنې ریاست، شارولی ریاست، معارف ریاست او چاپیریال ساتنې اداره په همغږۍ او ګډه دا کار وکړي.

زه امید لرم چې نوی ۱۳۹۷ کال به مو د ونو په اهمیت، د نوو نیالګیو په علمي بڼه کښېنولو، د طبعي ځنګلونو په ساتلو ډیر څه خلکو ته ورکړي وي او دابه د زراعت په ډګرکې یوانقلابي کال او حرکت وي.
د یو اباد، سرلوړي او زرغون افغانستان په هیله.