
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د کب)، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين نن ورځ د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو څخه ۱۷ ورځې وړاندې، خپله کلنۍ وينا وړاندې کړه.
پوتين په نننۍ وينا کې له روسي ولس سره ژمنه وکړه، چې که واک ته ورسيږي نو په راتلونکو شپږو کلنو کې به نېږېدې ۶۰ مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي، ترڅو په هېواد فقر کچه تر پنځوس سلنه پورې راټېټه کړي.
نوموړي د خپلې ولسمشرۍ د ورې د خدمات په اړه وويل، په اوسني وخت کې د نړۍ هېڅ هېواد د روسيې غوندې د وسله چې دفاعي راکټونه دي نه لري او د نړۍ ډېری هېوادونه د خپلې دفاع په موخه له روسيې څخه د يادې وسلې د اخېستلو غوښتنې لري.
نوموړي له ملت سره ژمنه وکړه، چې واک ته په رسېدو به، د تېر په پرتله څو ځلې زياتې هڅې وکړي، ترڅو روسيه په کور دننه او نړيوال کچه د بريا تر پولو ورسوي.
د روان کال د مارچ هه ۱۸ نېټه په روسيه کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره کيږي، چې اوسنی ولسمشر پوتين هم د مخکښو نوماندانو له ډلې څخه دی.
تمه کيږي، چې نوموړی به يو ځل بيا په غوڅ اکثريت سره دغه ټاکنې هم وګټي. که پوتين دا ځل هم د روسيې ولسمشريزې ټاکنې وګټي، نو د څلورم ځل لپاره به د روسيې ولسمشر شي.