
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د کب)، د پاکستان پوځ له نړيوالو پوليسو يا انټرپول څخه غوښتنه کړي، چې په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني دې ونېسي.
د پاکستان پوځ وايي، چې حسين حقاني درې مياشتې پخوا د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد يو کتاب چاپ کړی او همدا ډول په ډېری خبرو کې د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد څرګندونې کوي، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې يو مجرم کس دی.
د حسين حقاني د کتاب له چاپ وروسته او د حکومت ضد څرګندونو له امله، د پاکستان سترې محکمې د نوموړي د نېول او سزا ورکولو حکم صادر کړ.
نوموړی له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۱ پورې په امريکا کې د پاکستان سفير او له دې وړاندې په سريلانګا کې سفير، د بنظير بټو وياند او د نواز شريف د سياسي سلاکار په توګه يې دندې تر سره کړي دي.
حسين حقاني اوس مهال په امريکا کې اوسيږي او د پاکستان پوځ د نړيوالو پوليسو يا انټرپول په تمه دی، ترڅو نوموړی ونېسي او د نړيوالو قوانينو اړوند يې پاکستان ته وسپاري.