
روهي(پنځه نۍ/۱۰ د کب)، تېره ورځ د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د يو ځانمرګي بريد له امله د پاکستان د پوځ څلور سرتيري وژل شوي او دوه نور په کې ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ د پېښې پخلی کړي او ياي دي، چې په ځانمرګي بريد کې چې د يوې امنيتي پوستې سره نېږدې شوی، څلرو پوځيان وژل شوي او دوه ټپيان دی.
تر اوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې د تېرې ورځې د ځانمرګي بريد مسوليت په غاړه نه دی اخېستی، خو پوليس وايي، چې د بريد په اړه يې پلټنې روانې دي.
دوه ورځې وړاندې هم، په همدې ښار کې دوه پوليسو په ډزو سره د ناپېژنده کسانو له خوا ووژل شول.