
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۰مه) د عراق په شمال لوېدیځ موصل ښار کې د داعش ډلې د ۷۰۰ جنګیالیو د ډله ییز قبر موندل شوی.
هلته پوځي ځواکونو ویلي، د عراق په الزرکه کلي کې هم یو سل کسیز قبر موندل شوی، چې وژل شوي کسان ټول داعشیان دي.
موصل ښار د داعش ډلې پلازمېنه بلل وه، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جولای میاشت کې د عراقي ځواکونو ونیو.
له دې وړاندې هم عراقي ځواکونو لسوګونه ډله ییز قبرونه د عراق په بېلا بېلو سیمو کې موندلي دي.