نــــه مازديګر نـــــه مې ګودر پاتې شو
شپه ورځ مې غم دزړه په سر پاتې شو
دغلــــــيم زړه راباندې نــــــــــه سړيږې
ډوب می په وينو کې ځيګر پاتې شو
دخدای دښمن له موږه څه غواړی نور
پرهار پـــــــه زړه د هــــــر بشر پاتې شو
دېتــــــه ژړيږم چــــــې کله نــــه پوهيږو
روغ مـــــې نه سمه اونه غــر پاتې شو
چـــــې شاعرانو په شعروکی ستايل
لوړدنګ چنار نه مې نښتر پاتې شو
بل مـــــــو اولاد د دې جنګــــو دلاسه
لکــــــه ګنډير کل بې ثمــــــر پاتې شو
سيدکــــــريم خان دخپل وطن دغمه
ډوب ددوبـــــۍ په سمندر پاتې شو
سيدکريم خوستی
وروستي