د جون په میاشت کې د پاکستان نوم په خړ لېست کې شاملیږي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۰مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد نوم یې د جون په میاشت کې په هغه نوملړ کې شاملېږي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو په شک به څارل کېږي.
 
 
ویل شوي، چې دغه نوملړ فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) نومې ادارې چمتو کړی دی.
 
تیره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي، د پاکستان نوم به په دغه لیست کې شامل کړل شي.
 
هغه زیاته کړې، چې د ایف اې ټي ایف داخلي مسایل حساس دي.
 
د ډاکټر محمد فیصل په وینا، هغوی د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي تګلاره کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.