
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۰مه) اروپايي ټولنې هم د افغانستان د سولې له نوې طرحې په ملاتړ کړی دی.
ویل یې دی، چې دافغانستان د جګړې د ختمېدو پر سياسي حل باور لري .
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا ويلي چې یاده ټولنه د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې د افغان ولسمشر له طرحې او وړانديز څخه ملاتړ کوي.
هغه ويلي، اروپايي ټولنه هغه درد او کړاو درک کوي چې د جګړې دوام له امله يې د افغانستان خلک ګالي او په وینا یې د اروپايي ټولنې په باور د افغانستان جګړه سياسي حللاره لري او له پوځي فعاليتونو سره هممهاله بايد د سولې دروازه هم پرانيستې وي.
د دغې ټولنې لوړپوړي چارواکي طالب ډلو ته وړانديز وکړ چې د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د سولې خبرو اترو پيلولو لپاره له شته فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د ښاغلي کوبيا په خبره، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره لاره پرانيستې ويني.