د صدام حسین له اعدامه مخكينی راز افشا شو

د عراق پخوانی رهبر صدام حسین چې د امریکا له خوا په اعدام شوی، د لومړي ځل لپاره یې ډير مهم راز خپور شو.
 
د "رای الیوم" خپلواکې ورځپاڼې په حواله، د عراق پخواني ولسمشر وکیل، چې په مرګ یې ورته لاس او پنجې کېکاږلې؛ د صدام له مهم راز څخه یې پرده پورته کړه.
 
د هغه په خبره، تر اوسه پورې یې هېچاته دا خبره نه ده کړې.
 
د "رای الیوم" خپلواکې ورځپاڼې په وینا، د عراق پخواني رهبر صدام وکیل او د هغه د کورنۍ قانوني استازی عارف، دغې ورځپاڼې ته په غږیز پیغام کې ویلي، دی یوازینی کس و، چې د صدام له محاکمې مخکې یې څو ځلې له هغه سره اړیکه درلوده.
هغه ویلي:
هماغسې چې څنګه پوهیده صدام پرته له مقاومته د امریکايي پوځیانو په بند کې راغی، هغه په دې باور درلود چې د عراق دولت په نوم له امریکايي اشغالګرو سره خبر اترې لري.
 
عارف زیاته کړې: صدام هغه وخت د عراق ملت په نوم، چې ګواکې دی د هېواد ولسمشر و له هغوی سره خبرې اتري لرلې مګر د هغه په ذهن کې د ده وژل کېدو ځانګړی پام و.

د صدام کورنۍ وکیل وايي: صدام په هغه وخت کې ده ته ویلي، چې نه غواړي ترڅو له ده وروسته خلا رامنځته شي.

ښاغلي عارف ورځپاڼې ته ویلي؛ مرګ نږدې دی او د حقیقت افشا کولو چاره نشته. صدام مقاومت نه دی کړی مګر غوښتل یې چې خبرې اترې وکړي.