د سرتیرې ملي ورځ

افغان امنيتي سرتیري د دې خاوري د هرې برخې څخه ساتنه کوي. د دې وطن د هرې مور اوښکي وچوي، د دې هېواد د هرې خور پر سر پوړني هواروي او په ټوله کې د وطن، عزت او ناموس ساتونکي دي. افغان ځواکونه د هيواد دځمکني بشپړتيا ددفاع او ساتني لپاره هر ورځ قرباني ورکوي.

هغه خلک دي هسکه غړۍ ګرځي، چې اولادونه يې د ملي پوځ په ليکو کې، د خاورې او د خلګو ساتني لپاره دنده ترسره کوي. تر دي نو بل لوی وياړ چېري دی، چې د يو چا د اولاد له لاسه ټول هېواد ته خير ورسيږي.
راځئ ددې هيواد د وياړلو سرتیرو قدر وکړو ترڅو هغوي زموږ د ډاډ من امنيت مسوليت ادا کړي.
زما د غوړيدلي هېواد خړ پړ سرتيريه! درباندې وياړم
ورځ دې مبارک شه!!!