سرګيي لاوروف: ترهګر په ښه او بد نه لري

روهي (څلورنۍ/۹ د کب)، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګيي لاوروف په ژنو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو په کلنۍ غونډه کې ويلي، چې نړيوال ترهګر بايد په ښه او به باندې ونه وېشل شي.

نوموړي په نړيواله ټولنه نېوکه کړي، چې ځينې هېوادونه د بيان ازادۍ څخه په ګټې او د بشر حقوقو په نوم نه غواړي چې نړيواله ترهګري وغندي، بلکې نړيواله ترهګري په ښو او بدو په نومونو جدا کوي.

لاوروف د بشر حقوقو په نوم د نړيوالې ټولنې ښه کړنې وغندلي، چې ترهګرو ته يې مرسته رسيږي او په دې ډول سره د نړيوالې ترهګرۍ ملاتړ کيږي.

لاوروف وايي، چې د نړيوالۍ ترهګرۍ د ځپلو په موخه روسيه په سوريه کې د دوی پر وړاندې جګړه کوي او د سوريې له پوځ سره په څنګ کې ولاړه ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير همدا ډول د سوريې په اوسني بد وضعيت باندې اندېښنه څرګنده کړه او ملګرو ملتونو يې غوښتنه وکړه، چې په سوريې کې د روان بد وضعيت په اړه اوربند په هڅو کې شي.