سعودي د پاکستان د بدیل په لټه کې

سیمه کې د پاکستان ناسمو تګلارو د دوی مهم او تاریخي پارټنران اندېښمن کړي او هڅه دا کوي چې د دغه هیواد پر ځای بل کوم بدیل پیدا کړي چې دوه مخې ونه کړي. سیمه کې سعودي عربستان د پاکستان مهم ملګری پاتې شوی او په میلیاردونو درهمه کومکونه یې دغه هیواد ته ورکړي، خو اوس داسې ښکاري چې ریاض هم په اسلام اباد بې باوره شوی، ځکه سعودي عربستان کې په پاکستاني پاسپورټونو ترهګرو څو بریدونه وشول چې ورسره یې باور نور هم راکم شو. په نوي پړاو کې چې پاکستان ټګې ونه درولې، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې خړې پړې شوې او د ټرمپ ادارې په اسلام اباد میلیونونه کلنۍ پوځې مرستې بندې کړې. له مهم متحد امریکا سره د پاکستان له ټګۍ وروسته سعودي عربستان هم بې باوره شو، چې ښایي د دوی د جهاد په نوم پیسې یې د بشریت په وژلو مصرف کړې وي او لا سیمه پرې نا امنه کوي. له امریکا متحده ایالاتو سره بېره دې وروستیو کې د افغان حکومت او پاکستان اړیکې هم سخت حالت ته رسیدلي، ځکه پاکستان ښکاره یو څه وایي، د پردې تر شاه یې نورې لوبې روانې کړي، چې په داسې وخت کې اړیکې ساتل هم څه ګټه نه لري. په دې وروستیو کې سعودي عربستان اړیکې له افغان حکومت سره خورا نږدې شوي او افغانستان کې یې وروستي څو ترهګریز بریدونه وغندل او همداراز طالبان یې ترهګر وبلل، هغه څه چې تېر کې یې داسې کوم څه نه وو کړي. څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان السعود په رسمي بلنه ریاض ته ولاړ چې په مهمو موضوعاتو ورسره هوکړې ته ورسېد.اتمر له سعودي مقاماتو سره جلا کتنو کې ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې سعودي عربستان او د سیمې د ټولو هیوادونو په زیان وبلله او ټینګار دا و چې د ترهګرۍ خوندي ځایونه باید نور ونه زغمل شي او سعوي هم ومنله چې ستونزه چېرته ده؟

اوس باور دا ښودل کیږي چې اصل کې سعودي عربستان ته د محمد حنیف اتمر د سفر مهمه موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د عربي هیوادونو د اجماع رامنځته کول وو چې په دې برخه کې پرمختګ شوی او ریاض ژمنه تازه کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به له افغان حکومت سره مرستې او همکارۍ زیاتوي. سعودي عربستان افغان ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی چې د سولې په بهیر کې به مرسته کوي او په طالبانو به فشار راوړي چې جګړه بس کړي. سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه په وسلوالو ډلو فشار لري چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي، له بل لوري د سولې په برخه کې د ریاض له عملي اقداماتو وروسته افغانستان ښه بدیل پیدا کوي چې مخالفو ډلو سره د سولې د خبرو لپاره پاکستان ته اړتیا پیدا نه شي. په سیمه کې د ایران او روسیي د اړیکو نږدیوالي او د امریکا او پاکستان د اړیکو له خرابتیا وروسته سعودي عربستان په دې لټه کې دی چې داسې یو ښه ملګری پیدا کړي چې د پاکستان ښه بدیل واوسي، ځکه اوس د ایران او سعودي اړیکي تر بل هر وخت خرابې شوي، حتی مشرانو يې په یو بل لفظي بریدونه هم کړي. د ملي یووالي حکومت تر بل هر وخت اوس له سعودي عربستان سره اړیکې غښتلي کړي چې څنګه کیدای شي، افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د عربي هیوادونو اجماع جوړه او د ترهګرو په ملاتړي فشارونه لا پسې زیات کړي. ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر تازه ویلي، چې سعودي عربستان هم له ترهګرو ډله اندېښنه کې دی او اوس یې باور دا دی چې دوی ته هم ګواښ پېښولی شي. سعودي عربستان ته د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وروستی سفر ځکه تاریخي بلل کیږي چې له دې وړاندې سعودي شیخانو افغانستان سره داسې تعهدات نه وو کړي، چې د جګړې د پای لپاره هیله بخښوونکي اوسي.
 
سعودي عربستان ته له سفر وروسته ښاغلي محمد حنیف اتمر په یوې مرکه کې وویل چې که پاکستان هوښیار نشي، په لویو نورو مصیبتونو به واوړي. اوس داسې ښکاري چې سعودي مقاماتو ښاغلی اتمر ډاډه کړی، که پاکستان همداسې دوه مخې کوي، مرستې به پرې بندې او ښایي اړیکې ورسره پرې کړي، چې بیا به پاکستان ته سخته ضربه وي.