په ۲۰۱۹ کې د ايران او اسرئيلو ترمنځ د جګړې احتمال

روهي (درې ني/۷ د کب)، د ناشنشل انټرست په نوم مجلې لېکي، چې شونتيا شته، ترڅو په ۲۰۱۹ زيږديز کال کې ايران او اسرائيلو د يو سختې جګړې په لور لاړ شي.

د يادې مجلې د راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال کې نېږدي شل زره شيعه افغانان د ايران په لارښونه عراق ته لېږل شوي او هلته يې د اسرائيلو لپاره ګواښونه رامنځ ته کړي وو. همدا ډول ايران شااخوا اته زره پاکستانيان او په زرګونه ايراني پوځيان سوريې او عراق ته لېږلي چې د اسرائيلو لپاره لوی امنيتي ګواښ جوړه وي.

د يادې مجلې د خبر له مخې په روان کال کې، د ايران بې پېلوټه الوتکو د اسرائيلو په خاوره الوتنې کړي، چې په راتلونکي کال کې د دوی ترمنځ د جګړې شونتيا ډېره وي.

نانشنل انټرسټ مجلې همدا ډول ليکي، چې د اسرائيلو لومړي وزير او د ايران د بهرنيو چارو ترمنځ ورستۍ له ګواښونو ډکې څرګندونې د جګړې د احتمال په مانا دی.