
روهي (دوه نۍ/د کب ۷ مه)، د روانې اونۍ په سر کې د جاپان د روغتيا وزارت داسې درمل تصويب کړل، چې د آنفلونزا ناروغي يوازې د يوې ورځي په ترڅ کې له منځه وړي.
د جاپان د روغتيا وزارت د تېرې جمعې په ورځ ويلي، چې دغه درمل د آنفلونزا د ناروغي په له منځه وړلو کې د لوړ اغېز لرونکي درمل دي، چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د آنفلونزا ناروغي له منځه وړي.
دغه درمل Xofluza نوميږي، چې د مايع يا شربت او همدا ډول د ګولۍ په ډول به بازار ته وړاندې شي، تمه ده، چې د روان کال د مې په مياشت کې دغه د آنفلونزا وژنکي درمل بازار ته وړاندې شي.
آنفلونزا يوه وژنکې ناروغۍ ده، چې د انسانانو پرته پرې مرغان هم اخته کيږي او د نړۍ په ډېری برخو کې تر اوس په سلګونه زره کسان وژلي دي.