ګرانې مور جانې ته :

مورجانې شکر دی چې تا لرمه
شکر څلــــــور کونجه دنيا لرمه
چې تاته ګـــــورم ستا دعــا لرمه
نــه هيڅ ارزو نــه مدعـــــــا لرمه
که په دښمن يا بلاګانــــو ورځم
مورجانې ستا په دعاګانو ورځم
تر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يم
په پاکو هيلو ارزوګانـــــــو ورځم
پر زمکه جنګ پر زمکـــه بلې لمبې
زما په سر ستا د دعا سيوری دی
ستا پر ژوندون څومره خوشبخته يمه
لکه په سر مې د هما سيوری دی
مورجانې ته يې خدای ته ډېره نږدې
هره دعـــــا دې خدای ته ژر قبليږي
ما چې څه غوښتي نو راکړي دي خدای
زما دعـــــا هم ستا پــــــــــه سر قبليږي
زه چې پيدا شوم ما خدای نه پېژانده
ما لــه خدای وړاندې مينه ستا وليده
ستا د پښو لاندې مې جنت وليده
ستا په لېمــــــو کې مې دنيا وليده
تا ماته ژوند راکړ زه څۀ درکړمه
زه دې د هر څــــــه پوره وړی يمه
مورې په ژوند دې ما ژوندی وګڼه
مــــورې بې تا بېخي نيمګړی يمه
ته به د ځان په غم کې نه وې مورې
زمــــــا لېمو کې دې خوښي ليدله
زما په حال به دې وې سترګې ډکې
زمـــــــا دې وړاندې زندګي ليدلـــه
کــــــه زه به لږ شانې هـــــم وژړېدم
تا بــــــه زمــــا د سر بلا واخيسته
خپله خندا به دې دښمن ته ورکړه
تا به زمـــــا د خولې ژړا واخيسته
ستا په ژوندون به داسې څوک پيدا شي
مــــــورجانــــې ماته چـــــــــې کاږه وګوري
خدای هم چې کله شي غذب خلکو ته
ماته په ټولـــــو کــــــې خواږه وګوري
حق خو هغه دی چې کتاب يې وايي
مورې په شا مې تر مکې يو نه وړې
مـــــورې بيخي دې پوره وړی يمه
ما مې له کوره تر کوڅې يو نه وړې
اوس چې ته ډېره يې کمزورې مورې
زه مې هم ځان په ابتذال کې ګورم
ماتـــــه به لــــــــويه يوه بدي پاتې شي
ځان مې له ژوند سره جنجال کې ګورم
ته چې ناروغــــــه شوې نو څه به کوم؟
خدای ته مــــې بس دغه دعا وکړله
خدايه صحت او ژوند مې مور ته ورکړې
وروستــــه مــــــــې ښه ډېره ژړا وکړلــــــه
محمد حنيف حيران