
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۷مه) د سوریې په دیر الزور شرقي سیمه کې د امریکایي الوتکو په یوه برید کې ۲۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
هلته د ځايي رسنیو راپورنو له مخې، په دغه بریدونکو کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې دی، چې تیره ورځ تر درې ورځو لانجو او ناندريو وروسته؛ ملګرو ملتونو په سوريه کې د لنډمهالي اوربند پرېکړه ليک تصويب کړ.