
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۷مه) د عراق یوې محکمې ۱۵ ترکۍ ښځې د داعش ډلې د غړیتوب په تور په اعدام محکومې کړې دي.
د محکمې په وینا، دغو مېرمنو د داعش له جنګیاليو سره ودونه کړي وو او هغوی ته یې لوجیستیکي استانتیاوې برابرې کړې دي.
ویل شوي، چې پر دغو مېرمنو لګول شوي تورونه ثابت شوي دي.
تر دې مخکې هم په عراق کې یو شمېر بهرنۍ مېرمنې په ورته تور په اعدام او یو شمېر نورې یې په عمري زندان محکومې شوې دي.
هلته د بشر حقونو ملاتړې ډلې د یادو ښځو په اړه په تر سره شوي قضايي چلند او د اعدام پر حکم نیوکه کړې او د دوی په اړه صادر شوی حکم یې ناانصافي ګڼلې ده.