
کله هم چې کوم هیواد وران شوی اصلي عامل بیروني مداخله ده، که روسان هیواد ته راغلل هم د بهرنیو کړیو پکې لاس وه که اوسني امریکایان چي راغلي هم د بهرنیو پکې لاس ده ،خو د روسانو له راتګ څخه وړاندې زموږ لیوه طوره ګاونډي پاکستان د افغانستان د ورانولو او دایمي جګړې مرکز ګرځولو په پلمه لومړني کسان چې استخدام يي کړه او د نظام په وړاندې وسله واخیسته او مهاجرت ته لاره هواره کړه د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ول.
دا هغه دوه کسان دي چې د پاکستان د ګټو لپاره يي مفت جنګیالي ددې هیواد خاورې ته بوتلل او تر نن ورځې د پاکستان له خاورې د افغانستان هر نظام ننګوي دا جنګیالي د پنجاب ،سند يا د پيښور ندي بلکې دا ټول زموږ او ستاسو خپل وروڼه افغان مهاجرین دي دا چې له دې خلکو سره په وخت انصاف نده شوی او همداسې پريښودل شوي دي زه شخصا ددې خلکو په وړاندې دا يو بې عدالتي بولم.
په پاکستان کې اکثره افغان مهاجرین برین واش شوي دي دوئ ته د هیواد هر وګړي نعوذبالله کافر ښکاري دا حقیقت ده څو ورځې وړاندې یو پخوانی ملګری مې کابل کې میلمه وه پاسپورت جوړولو ته راغلی وه هغه ویل چې پاکستان کې کله هم ملا د وعظ لپاره منبر ته پورته شي خبرې خلاصی کړي نو اخره کې وايي یو دعا د افغانستان په اړه وکړئ هلته سخت ظلمونه روان دي کافران راغلي او دا زموږ مرتدین هم ورسره یو ځاي شوي خدایه ته هلاک کړي ،غرر ټول ورپسی امین ووايي . همدا ملګری راته وايي چې دلته خو خلک لمونځونه کوي پولیسو د تلاشی رویه د خپلو خلکو سره لکه د وروڼو پشان کوي نو بیا دا خلک څنګه کافر دي.
زه ددې ملګری خبرو حیران کړم چې رښتیا هم دلته کافر دي يو ځان پورې بم وتړي ډک بازار مینځ کې ځان والوزوي سلو پورې بیګناه مسلمانان شهیدان کړي ،د همدې انتحاري معلومات وکړي کور به پاکستان کې خو پلرنی ټاټوبی به افغانستان وي ،زه بیا هم واييم چې په لوی لاس مو خپل هیوادوال د پردیو مفته سرتیري جوړ کړي دي که دا په خپل هیواد کې وايي هر څه به لیدلي وه هغه ذهن چې مهاجر يي لري دلته به لیدلی وه چې زما هیوادوال شکر الحمدالله مسلمانان دي او هغه مکار هیواد دوستي به ورته معلومه شوی وه.
زه راځم اوس اصلی خبرې ته څو ورځې وړاندې ولسمشر د مهاجرینو په اړه یو وینا کې وويل چې راتلونکي دوه کلونو کې ټول افغان مهاجرین له پاکستان څخه راوباسم دې خبرې خلکو په ذهنونو کې ډیر مثبتې هیلې راژوندی کړې عامو افغانانوداسې ګمان کاوه چې مهاجرین وروڼه چې راستنیږي نو دلته خو کورونه نه لري کیدای شي ډیرې نغدی مرستی ورسره وشي او دلته پرې کورونه جوړ کړې خو پرون د پاکستان مکار حکومت اعلان کړی چې تلونکو افغان مهاجرینو سره نغدی مرسته چې پخوا ۴۰۰ دالره وه ۱۷۰ اعلان کړی چې دا په ښکاره د ولسمشر خبرو ننګول وه او بل دا په ښکاره د افغان مهاجرینو سره ظلم او زیاتی ده په ټوله نړئ کې هر ستنیدونکي وګړي سره ۱۰۰۰ دالرو نیولی تر ۳۰۰۰ دالرو مرسته کیږي خو افغان مهاجرینو سره ولئ بیا ۱۷۰ دالره .زما په اند پاکستان نه غواړې چې دا مفته سرتیري له لاسه ورکړي پښتو کې یو متل دی :وايي ګیره زما واک د ملا مهاجر زموږ دي واک د پنجابیانو په لاس کې ده زه په ولسمشر غږ کوم زه د کډوالو چارو په وزارت او همدا شان په پاکستان کې دروند سفیر ښاغلي حضرت عمر ذاخیلوال غږ کوم چې دا بی انصافي مخه ونیسي او هیوادوال وروڼه مو بیرته په عزت خپل هیواد ته راولي.