
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۷مه) د جنوبي کوریا حکومت ویلي، سره له دې چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې توندې څرګندونې کړې، خو بیا هم ددغه هېواد حکومت له امریکا سره خبرو ته لېواله دی.
د جنوبي کوریا ځايي رسنیو خبر ورکړی، ددغه هېواد ولسمشر ویلي، چې د ژمني المپیک په سیالیو کې یې د شمالي کوریا له استازې سره خبرې کړې دي.
د دغه هېواد ولسمشر ویلي، غواړي په سیمه کې د خبرو له لارې ټولې ستونزې حل شي .
تر دې مخکې امریکا پر شمالي کوریا بې ساري بندیزونه ولګول.
شمالي کوریا ویلي و، چې د هېواد هر ډول محاصره یې د جګړې په مانا ده او دوی به له خپل ځان دفاع وکړي.