زلفې

تورو وریښمینو او رنګینو زلفو د تنکیو ښکلاوو د وربل په ټوله سیمه باندې د خپل واک منګولې داسې کلکې لګولې وي چې د ښایست د صفتونو ډیره ونډه یې د خپل ځان لپاره ځانګړې کړې ده. د تندي د سپینې روپۍ غورغۍ په هغه کې د بندیدلو ویاړ لري، د رنګارنګ ګلونو لیڅۍ د هغه د ځونډې په سر کې وودل کیږي او د ښایستونو د سپین رخسار او ګلابي غومبورو د پاسه یې داسې یوه سمسورتیا خوره کړي وي ته به وایې چې د آسمان په هواره سینه باندې د څوارلسم سپوږمی راختلی او د ستورو له سترګکونو سره یو ځای د ښکلا واک چلوي. ستړو مینه ناکو زړونو ته یې هرو مرو د عشق خپل خپل سهم ور ویشلی وي، هر څوک یې د خپلې مینې په هنداره کې بیله بیله ننداره کوي، شاعر او لیکوال بیا ورته د خپلو الفاظو تر ټولو خوږې جامې جوړوي لکه: بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینمه تورو تورو شپو کې زه رنګین خوبونه وینمه زلفې، وربل او تورې څڼې د خپلې طبیعي ښکلا له مخې د هغو رنګینو الفاظو خواږه کلیمات دي چې د ګل، پسول، روپۍ، لېمو، رخسار، شونډو، غاړې، هار، غاړکۍ، غوږوالی، غاښونو، مخ، عطرو، مښکو او د مینې له هر راز بنسټونو سره د ښایستونو په نړۍ کې د محبت د پاللو په لور څنګ پر څنګ درومي. څوک وایي: چې کاشکې د خپل صنم زلفې مې ټولې ژوندی ګړوت کړې وای. څوک وایی: یاره هغه به کوم وخت وي چې زه د خپلې مینې په زلفو باندې فقط یوځلې هسې تش لاس راکش کړم نور به مې نو په نړۍ هیڅ آرمان نه وي پاتې. خوځینې بیا وایي: کاشکې چې د خپلې مینې صنم راته د زلفو یوازې یو تار راکړی وای ما به د هغه په وسیله د مینې وړانګې داسې کلکې تړلې وای چې د محبت روح ته یې ژوند بخښلی او داسې نور... خو زلفې هغه مهال ښکلې ښکاري چې د لیلا په وربل باندې خورې ورې پرتې وي، څنګ ته یې د رمبیل چمبیل په چوکاټ کې رنګارنګ ګلونه د نندارو په بنډار بوخت وي او د ګلابي رخسار په دواړو خواوو کې یې تورې بادامي سترګې د خپل مین لپاره د لېمو پالنګ فرش کوي. همدارنګه په سپین تندي باندې یې وریښمیني تارونه داسې راځوړند وي چې د هغه له دریچو څخه یوازې وړانګې او د مښکو وږمې د فضا په لوري الوزي. په همدې توګه د سرو شونډو موسکاوې یې د سپینو غاښونو له وړانګو سره یو ځای د ښکلاوو د تږو سترګو مخې ته رنګینه نڅا کوي. نو جوته شوه چې زلفې په خپل ځای زلفې وي خو له خپل محل څخه یې پریکول له مینې سره ظلم دی. د ۱۳۸۶ د تلې ۳۰ نیټه کابل/ افغانستان