پښېماني

ستړی وم، له جیب څخه مې موبایل راویستلو، فیسبوک کې انلاین شوم، د څو ملګرو پوستونه مې له نظره تېر کړل، کومه څرګندونه مې ورباندې ونه کړه دوه ـ درېیو انځور ته مې ماشاءالله ډېر ښایسته اوداسې نورې جملې ولیکې امتحان مې را په یاد شو، بېرته افلاین شوم موبایل مې له بالښت لاندې کېښود پورته شوم، کتاب مې را واخیست، څو عنوانونه مې ولوستل، د بالښت لاندې مې موبایل لړزه وکړه، را وا مې خیست، د تلیفون سکرین مې له نظره تېر کړ، نمبر ناشناخته راته معلوم شو، بیرته مې کېښود له ځانه سره مې وویل:
- “نیمه شپه او زنګ”

نیم ساعت ووتلو، په شوي کار مې پښېمانه شوم، دې موبایل په سکرین مې ګوته کش کړه نمبر مې ډائل کړ، غوږ ته مې ونیولو، چې شبکې وویل:

- “له کومې شمېرې سره مو چې اړیکه نیولې خاموش او یا هم له ساحه څخه بهر ده مهرباني وکړئ...”
په څنګ کې کتاب ته مې وکتل فکر مې ګډوډ شو په ذهن کې همدا جمله را ګرځېده:
- “دا به څوک و دا به څوک و؟!”

په همدې فکرونو کې ډوب وم، درس رانه پاتې شو، شپې درېیمه برخه پیل کړې وه، زه خوب وړی وم...سبا اته بجې مې ملګري راته زنګ ونکړو:
-زه روغتون کې یم، بیګا مې موټر ټکر کړو، زنګ مې درته وکړ، ځواب دې رانه کړو