په تاشکند کې، راتلونکې میاشت د افغانستان وضیعت لپاره ناسته کېږي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۶مه) په ازبکستان کې د افغانستان د سولې او امنيت په تړاو د روسيې، چين، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو ګډ کنفرانس جوړیږي.

ویل شوې، چې دا غونډه به د راتلونکې مارچ مياشتې په ۲۶ مه نېټه په تاشکند کې جوړه شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، چې د تاشکند په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د استازو به هم هرکلی وشي.

د دې ناستې د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزير له لوري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته شوی و.

هغه ویلي، هېواد يې د يو ګاونډي په توګه د افغانستان له امنيتي وضعيته اندېښمن دی.