پوهنمل محمود نظري
وطن ناروغ دی درملنه يې ده ستا وتنګ
ځکه دردونه يې ډیرشوی ستاپه کړنګ
هر چیرې لوټه ایږې له ګودړه تیریږې
هغه یوازې تاته هغه ګړی شي سنګ
پروسږ دی دکوچیانو غوټه نه کړه خلاصه
سږ هغه کشاله لامل شوه د شخړی او جنګ
د اردو د جوړولو لپاره سړه وسپنه ټکوې
له سړې وسپنې څخه نه جوړیږي فولاد خنګ
ټولې جامې چي تا په پردی درزي ګنډلي
هغه ددودي ولس ته نه دي د اغوستنګ
ټول کړپندوکي دي په ځان راټول کړي
ستا شاوخوایې جوړ کړی دی کړپنګ
د دولتي څوکیو دي جوړکړی شطرنج
رامخ ته کوې یو یو پياده ناشولټه بد رنګ
بڼ دی ټول ډاګ کړ په مچخو بیا
اړنی اخیستی څه وکړی نور دا منګ
غنم ښکاره کوې پلورې اوربښې
تر څو لکه څارکه په مر داریو به وي جنګ
کامونه سربداله شوه په دې تربوخه سیاست
د ولس دتندی په اینداره کې یې مالومیږي غنګ
په افغانانو دی اینه یخه کړه ه د ګاوندیانو
ټالی څټو یې ټول هیواد ووېشه پاته نشو یو شنګ
څه د وزیرانو څه د سرپرستانو په نوم ماړه شول
تاریخ دي کړ په دې رنګریزانو رنګ پنګ
د کلتور وزیر باید وای ډاکټر چې دی
نه ځو نډورپرتوګاښي چې ولري د ژبو انګ
دغرمې په باد نه پورته کیږي مه کوه هڅه
ډیر لوړیږي د مازیګر په یخ باد پتنګ
ښځه هغه ښه ده چې نیک خویه او وي وفاداره
دبدکارې څه سود که يې راوړی وي ډیر قلنګ
ددیموکراسۍ په نامه دي ټوله ناروا روا کړه
ملا تړلی ولاړ یې د قصابانو تر څنګ
د واک بګۍ ددیموکراسی متروکې په تاو بیايي
نه اورئ بغوي خپل د ګاډي زوړ انګریزي زنګ
پاروګړ اخیر له خپل ګران ماره وهل کیږي
انسان باید ونه کړي له ماره سره اوسېدنګ
ټول ستا له نرمښته په فساد شول لمن ککړ
د فساد وروسته لکه دانځر خورک کوي لورنګ
چې په یوه پښه ټکولو ورک شول هغه بزرګان
د(۵۲) الوتکې په وزر راغله بیا اړنګ دو ړنګ
دا لرګي سترګي کوی هغه څه چې نه وي د کونګ
تر پښو لاندې کوي خوار ولس اړنګ بړنګ
خر ه کله به څړ پوهیږي چې شي خوشي
د واښو په ځای ښکوی هر چیرې وی جړنګ
یاران دی دولس دپښو خاورې باسي
د قانون پسې یې پښې اخیستی غورځوی یې له ګړنګ
ستا کومه خبره ومني دا خوله تړلی ولس
چې هر ګړې د ځان په ګټه بدلوی خپل رنګ
نه پوهیږو ادم خان يي که ګوروان يي
افغانانو ته پیدا شوی ستا په خټه اړنګ
رنګارنګ ( ډول ډول) ؛رنګ ( تور او سپين رنګ) ؛ رنګ پنګ( په رنګ لړلی)؛
منګ ( نشه او ګنګس )؛ ړنګ بنګ( نشه خرامان)؛ انګ ( ضدیت) ؛شنګ( لږ شی یا څنډه) ؛ ړنګ ( خراب)؛ غنګ ( انعکاس) ؛ لورنګ ( قسم خوړل)؛ اړنګ( شک)؛اړنګ دوړنګ(کوږ ووږ)؛ اړنګ بړنګ(بی وسه)؛ کړنګ( لویه کنده)؛ جړنګ«جوړنګ»( بوټي د هندانی اوبادرنګو...)؛ خرسنګ(غټ کاڼی).
کنایې
کورډاګول( خرابول)؛اړنۍ ورته اخیستل( دیو شی په تمه)؛اینه په پخول ( غچ اخیستل)؛ ملا تړلی(همت کول)؛ تور ټغر ( بدمرغه او وطنپلورنکی)؛ سړه وسپنه ټکول( بې کاره هڅه کول)؛ غنم ښکاره کول او اوربښې پلورل( مکاري) ؛غوږاو سترګو تړلی( بې خبرو)
؛ سترګی لرګي ( بی شرم او حیا)؛ پښې ټکول( په یوه چغه) ، د پښو خاوري کښل( ضرر رسول)؛ پښي پسي ور اخيستل ( پر چا غښتلی او جرت پیدا کول )
-
وروستي