د ټرمپ لور په جنوبي کوریا کې امریکایي لوبغاړي تشویقوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۵مه) د متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ لور د امریکايي لوبغاړو د تشویق لپاره جنوبي کوریا ته تللې ده.
 
هلته ایوانکا ټرمپ ویلي، چې دا د روان ژمني المپیک د سیالیو لیدنه کوي.
 
ویل شوي، چې د دغه هېواد له چارواکو سره به هم وګوري.
د راپورونو له مخې، ایوانکا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له معاش پرته کار کوي او د پلار په زیاتو رسمي سفرونو کې برخه اخلي.
 
 
جنوبي کوریا ته یې هم روان سفر رسمي بلل شوی دی.