
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۵مه) د راپور له مخې، په میانمار کې درې پر له پسې چاودنې شوې دي.
هلته فرانسې خبري اژانس د یوه پولیس چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي له قوله ویلي، یوه چاودنه د دولت د یوه وزیر په کور کې شوې ده.
بل خوا دوه نورې چاودنې بیا د ښار منځ کې د سړک پر غاړه شوې دي.
معلوماتو له مخې، د یوه پولیس له ټپي کېدو پرته د نورو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ځايي پولیس وایي، په درې نور بمونه له چاودېدو وړاندې کشف اوخنثی کړي دي.
په سیمه کې لا تر اوسه ددې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.