د سعودي، اماراتو او قطر  لوړ پوړي چارواکي له ټرمپ سره ګوري

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۵مه) امریکایي چارواکي خبر ورکړی، چې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر لوړ پوړي مشران د ایران او قطر د مسئلې لپاره، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
 
 
د سپینې ماڼۍ ویلي، په دې لوړ پوړي پلاوي کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ابو ظبۍ وليعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني شامل دي.
 
ویل شوي، چې دا لیدنه به په راتلونکو دوو میاشتو کې ترسره شي.
 
بل خوا واشنګټن غواړي راتلونکی کال د خلیج فارس د همکارۍ شورا د ناستې لپاره هم زمینه برابره کړي.
 
سعودي عربستان، بحرین، اماراتو او مصر له دې کبله قطر سره اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پرېکړې، چې ګواکي قطر له تروریستي ډلو ملاتړ کوي او په دې برخه کې له ایران سره ژورې اړیکې لري.